په بلخ کې یوې چاودنې نهه تنه ووژل

یو عیني شاهد وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي سیمه ییز پولیس دي

د بلخ ولایت چارواکي وايي د سړک په غاړه د ښخ شوي ماین په چاودنې کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي پېښه د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې شوې ده. د بلخ د ابو علي سینا روغتون سرطبیب امریکا غږ اشنا ته وویل وژل شوي او ژوبل شوي ټول نظامیان دي.

دا برید د چمتال په ولسوالۍ کې له ځینو سیمو څخه د طالبانو له شړلو وروسته شوی دی.

یو عیني شاهد امریکا غږ اشنا ته وویل کیږي چې ټول قربانیان سیمه ییز پولیس دي، خو د بلخ ولایت چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه چا د برید مسولیت نه دی اخیستی.