د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي ارزګان کې ۷۶ طالبان وژلي او ځینې سیمې بېرته نیولې


په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو په شړلو یې امنیتي کمربندونو نور هم پراخ کړي.
تصویر: ارشیف
په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو په شړلو یې امنیتي کمربندونو نور هم پراخ کړي. تصویر: ارشیف

د ارزګان په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینګوټ ته نژدې ځینې سیمې بېرته له طالبانو نیولي دي.

چارواکي وايي د طالبانو په ضد دغو روانو عملیاتو کې ۷۶ وسله وال هم وژلي دي.

د ارزګان امنیه قومندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري امریکا غږ اشنا ته وويل چې، د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ترینکوټ ښار امنیتي کمر بند څلور کيلو میتره نور هم پراخ شوی دی.

مل پاسوال سنګري وویل "د ترینکوټ د شرق او غرب خوا ته د تالاني ، ګرمرجان، ګرم شاه ، خاکرېز او تورګی سیمې د وسله والو له حضور څخه پاکي شوي، زموږ د هوايي توپچي او پلو ځواکونو په عملیاتو کې ۷۶ تنه وسله وال وژل شوي او پدغو سیمو کې د هغوی تر ځمکې لاندې کیندل شوي تونلونه او مرکزونه هم تخریب شوي دي".

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د ترینکوټ شاوخوا ته د روانو عملیاتو د پلان په جوړولو کې ورسره د قاطع ملاتړ ماموریت سلاکارانو هم مرسته کړې ده.

د دغو چارواکو د وینا له مخې د عملیاتو له پيل څخه مخکې ځانګړي امریکايي ځواکونه هم په ترینکوټ کې ځای پر ځای شوي او له افغان ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې مرسته کوي.

افغان امنیتي مقامات وايې چې د ارزګان په عملیاتو کې د نړیوالو قواو رول هم ډير محسوسېدونکی دی او که اړتیاپیدا شي نو د کندهار له هوايي ډګر څخه نور اضافي بهرني سرتیري هم دې ولایت ته ورتللی شي.

نوموړي وويل "په لسګونو امریکايي سرتیري زموږ سره د مشورې پلان جوړلو او د مهمو اهدافو په له منځه وړلو کې هوايي مرسته کوي او د دوی تر څنګ کله کله له کندهار څخه اضافي نړیوال ځواکونه هم ترینکوټ ته راځي".

د ارزګان امنیتي حالت له تیر یوه کال راهیسې سم نه دی او پدغه موده کې دوه ځلې وسله والو مخالفانو د ترینکوټ د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي دي، چې د افغان ځواکونو له خوا د ښار په لور د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.

پدې ولایت کې په جګړو کې د ملکي تلفاتو د پیښیدو سربیره د جګړو له کبله تر ۳۰ زرو زیاتي کورنۍ له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي هم دي.

وسله والو طالبانو د ارزګان د ولایتي چارواکو دغې ادعا ته لا غبرګون نه دی څرګند کړی او هم یې د ترینکوټ شاوخوا ته د روانو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ارزګان ولایت د حالاتو د ارزونې غونډه

تیره ورځ د ارزګان ولایت د امنیتي وضعیت د سمون لپاره د دغه ولایت چارواکو ، د ولایتي شورا استازو او د دغه ولایت مخورو او قومي مشرانو د افغانستان د اجرائیه رئیس او نورو حکومتي چارواکو سره په یوه ځانګړې غونډه کې خبرې کړي دي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وایي په دې غونډه کې مشري یې اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله کوله او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو زویر تاج محمد جاهد، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او د افغان پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم په کې برخه لرله، د د ارزګان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د اجرائیه ریاست بیان وایي چې د ولسوالیو دلارو خلاصون، په امنیتي او ملکي ادارو کې اصلاحات، د همغږۍ او پیاوړي پوځي مدیریت رامنځته کول، د مهماتو او پوځي وسایطو د کمبود رفع کول، د مخابراتي شبکو فعالول، د بانکونو پرانستل او امنیتي ځواکونو ته د پرمختللو تجهیزاتو ورکول د ارزګان د مشرانو په اساسي غوښتنو کې شاملې وې.

هغوی همدارنګه په ارزګان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او مخالفانو د ځپلو لپاره د عملیاتو غوښتنه وکړه او اندېښنه یې وښوده، چې په ځينو سیمو کې مخالفانو ولسوالیو ته د خوراکي توکیو په لېږد بندیز لګولی دی.

په دې ناسته کې اجرائيه رئیس عبدالله امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ارزګان امنیتي ستړنزې باید په جدیت تر څار لاندې ونیسي او د دغه ولایت د خلکو غوښتنې ځواب شي.

د دغه بیان له مخې دملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له اجرائيه رئیس او د ارزګان له قومي مشرانو تر راتلونکې شنبې ورځ وخت وغوښت، چې درې واړه امنیتي ادارې او د ملي امنیت شورا دفتر به په ګډه د ارزګان د خلکو په امنیتي وضعیت بحث وکړي او د یوې منظمې کړنلارې له مخې به ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په دې غونډه کې اجرائيه رئيس کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په ارزګان ولایت کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات رامنځته کړي، تجهیزات او اکمالات یې پوره کړي. دغه راز د سیمه ییزو پولیسو ارزونه وکړي او د هغوی ښه تنظیم لپاره اقدامات وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG