د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان له هند سره په نیمه پایلوبې کې

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا کپ سیالیو په نیمه پایلوبې کې له هند سره مخامخ شو.

دا لوبه به په عمان کې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۳) وشي.

هند نن سه شنبه (نومبر۱۰) متحدو عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووت او له افغانستان سره به سیالي کوي.

افغانستان خپلې درې واړه ګروپي لوبې وګټلې او د جدول په سر کې راغی.

هند بیا په خپلو ګروپي سیالیو کې یوه لوبه وبایلله او په خپل ګروپ کې په دویم مقام کې دی.

په دویمې نیمه پایلوبې کې به پاکستان له بنګله دېش سره مخامخ وي. پاکستان هم خپلې درې واړه ګروپي لوبې وګټلې.

افغانستان تر دې دمه په دغو سیالیو کې بنګله دېش، سري لانکا او مالیزیا ته ماتې ورکړې دي.

د ۱۹ کلنو د اسیا کپ په سیالیو کې اته لوبډلې وې، چې متحده عربي امارات، نیپا، مالیزیا او سري لانکا په ګروپي سیالیو کې له دغه جام څخه بهر شول.