د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د ختمولو هڅه 

د افغانستان او پاکستان تر منځ د څو اوونیو تاوتریخوالو وروسته، کابل او اسلام اباد په چین کې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو د پیل پخلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي دواړه لوري هڅه کوي چې په خپلو کې سره روانو شخړو ته د حل لارې پیدا کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ اپریل دویمه یوې خبري غونډي ته وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له چینایي چارواکو سره په افغانستان او په سیمه کې په سوله او ثبات بحث کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل هم په خپل ایکس پاڼه لیکلي دي چې دا خبري د چین په منځګړتوب د هغه هیواد په ارومچي ښار کې پیل شوي دي.

‏تکل ویلي چې استازي یې په دې غونډه کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې وکړي.

څو ورځې مخکې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي: «متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او دیپلوماسې له لارې حل کړي».

اسلام آباد پر افغان طالبانو تور پوري کوي چې د هغه هیواد مخالفو وسلوالو ته یې ځای ورکړی او دغه جنګیالي له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

انداربي ویلي افغانستان باید په خپله خاوره کې ددغو ډلو په وړاندې ښکاره او د تایید وړ اقدامات ترسره کړي.

خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوي رد کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد کار واخیستل شي.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ په نښتو کې په خاص ډول د افغانستان لوري کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت په وینا، تیره میاشت په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یو مرکز د پاکستان په برید کې ۴۰۰ کسان ووژل شول.

د بشري حقونو د څار ادارې هم پخپل وروستي راپور کې وویل چې د مارچ په ۱۶مه نېټه د کابل په ښار کې د پر نشه یی توکو د اخته کسانو د درملنې پر یوه روغتون د پاکستان هوایي برید یو غیر قانوني عمل و چې ښایي یو جنګي جنایت وي.