د بشري حقونو نړیوال بنسټ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه

د بشري حقونو نړیوال بنسټ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د نړیوال بشري قانون او جنګي جرمونو د سرغړونو تورونه وڅېړي او د عاملینو پر وړاندې اقدام وکړي.

دغه بنسټ ویلي چې پاکستاني ځواکونو د راپورونو په حواله دپکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د "ګڼ میشتو ملکي سیمو" د هدف ګرځولو لپاره له درنو وسلو او توپخانو څخه کار اخیستی.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ ویلي: "دا بریدونه په مستقیم ډول ملکي وګړي او د هغوی کورونه په نښه کوي."

د راپورونو په حواله دواړو خواوو د درنو وسلو او توپخانو نه په کار اخیستو، د افغانستان د کونړ ولایت او د کرښې اغاړې یې د باجوړ سیمه کې یې هدفونه ویشتلي دي.

د کابل د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۹مه، په یوه پوست کې لیکلي چې د پاکستان په راکټي برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې دوی یوازې د افغانستان له لوري د ډزو په ځواب کې اقدام کړی او دا یې رد کړې چې ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې، د اوربند له نافذېدو وروسته، تېره میاشت یو ځل بیا پیل شوې چې تر ټولو مرګونی برید یې د کابل د معتادینو د درملنې په یو مرکز بمبارد و.

د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي، خو دا شمیره تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نده تایید شوې.

د پاکستان یو حکومتي چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط، یې د افغانستان ادعاوې مبالغه بللې او ویلي: «د افغانستان له لوري ځینې کوچنۍ سرغړونې شوې او موږ هم په هماغه سیمه کې ورته ځواب ورکړ.»

د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ دغه نښتې په داسې حال کې زیاتې شوې چې اسلام‌اباد ویلي، هیله لري د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو کوربتوب وکړي.