د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۶) اعلان وکړ چې د کوچني اختر (عید الفطر) په مناسبت د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د طالبانو د حکومت پر وړاندې د دې هېواد پوځي عملیات بیا دوام کوي او په جګړې کې د ځنډ موده پای ته رسېدلې.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایت ځايي سرچینو د سهشنبې په ورځ (د مارچ ۲۴) خبر ورکړی و چې د پاکستان بېپیلوټه الوتکو د دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو پر مرکز شپنی برید کړی دی.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې قول اردو پر مرکز برید نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د پاکستان بېپیلوټه الوتکې یې لیدلې او په نښه کړې دي. تر اوسه د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه معلومات هم نه دي خپاره شوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې، د اوربند له نافذېدو وروسته، تېره میاشت یو ځل بیا پیل شوې چې تر ټولو مرګونی برید یې د کابل د معتادینو د درملنې په یو مرکز بمبارد و.
د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي، خو دا شمیره تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا ندي تایید شوي.
پاکستان ادعا کوي چې په کابل او ننګرهار کې یې "پوځي تاسیسات" په نښه کړي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې داسې مهال دوام لري چې د دې راپور تر خپرېدو پورې، د تاوتریخوالي د کمولو یا پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي: «متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او دیپلوماسې له لارې حل کړي.»
په همدې حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د جګړهییز وضعیت د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۶مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "د افغانستان او پاکستان پر پوله د تاوتریخوالي زیاتوالی ۲۰ زره کورنۍ اړ کړې دي" چې د "امنیت" په لټه کې خپلې سیمې پرېږدي.
په دغه پیغام کې راغلي: "د خوړو نړیوال پروګرام په سیمه کې حضور لري او په ۱۲ زیانمنو شویو ولایتونو کې د ژغورنې مرستې چې پکې د مغذي بسکټو وېش، نغدي پیسې او خواړه شامل دي تر ټولو زیانمنو سیمو ته رسوي."
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د سهشنبې په ورځ (د مارچ ۲۴) له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې "پر نوي اوربند موافقه وکړي او د تلپاتې سولې تړون ته کار وکړي."
څارونکي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي په سیمه کې بشري ناورین لا پسې شدید کړي او ثبات ته نور هم زیان ورسوي.
فورم \ دبحث خونه