د کډوالو نړیوال سازمان له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ناوړه وضعیت خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د ایران د رژیم په وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو نظامي عملیاتو د پیل څخه بیا تر مارچ تر ۲۳ د هغو کسانو ارقام برابر کړي چې د ایران څخه وتلي او یا هم ستانه شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان وایي د مارچ له لومړۍ نیټې څخه بیا د همدې میاشتې پر ۲۳ نیتې پورې ۹۷۵۲۷ افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان څرګنده کړې ده، هغه افغانان چې له ایران څخه افغانستان ته ستینږي، د وظایفو د نشتون او کارځایونو ته د محدود لاسرسي په شان مشکلاتو له امله ناوړه وضعیت لري.
د دغه سازمان په وینا، په ایران کې د جګړې د پیل راهیسې، د افغانستان او ایران ترمنځ پوله په مجموع کې پرانیستې پاتې شوې خو د نوروز او اختر په شپو او ورځو کې د خلکو تګ راتګ کم وو.
د کډوالو د نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اسلام قلعه دروازه پرانیستې پاتې شوې خو د ابونصر فراهي دروازه بیا د مارچ له ۲۰ تر ۲۳ تړل شوې وه. وایي که څه هم د افغانستان له لوري ایران ته د تګ اجازه ورکول کیده خو ایراني لوري هغه هیواد ته په ورتګ محدودیت وضع کړی وو او دا کار د افغانستان په خاوره کې د ګڼې ګوڼې لامل شوی وو.
د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه زیاتوي چې د مارچ له ۱۷ څخه تر ۲۳ پورې له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو افغانانو شمیر، تر دې د یوې اوونۍ مخکې مودې په پرتله، ۵۹ سلنه کم شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) ویلي وو هغه افغانې کورنۍ او په کورنیو کې په ځانګړي ډول ماشومان چې له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي له جدي ستونزو او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي ډاکټر تاجالدین اویواله په ژنیوا کې مطبوعاتي غونډه ته وویل چې د منځني ختیځ د جګړو زیاتېدو د سرحدونو دواړو غاړو ته د ماشومانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه، افغانستان ته ستانه شوي دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ماشوم لرونکې کورنۍ دي.
یاد سازمان خبرداری ورکوي چې ددغه حالت دوام کولای شي د ماشومانو، میندوارو ښځو او شیدې ورکونکو میندو ترمنځ د خوارځواکۍ او ناروغیو خطر هم زیات کړي.