ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکیچن او د اندیښنې وړ" پړاو ته داخل شوی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوڅ د ملګرو ملتونو له خبري شبکې (UN News) سره په تازه مرکه کې ویلي دي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه اکثریت ستنیدونکي کډوال نه یوازې "خوندیتوب نشي موندلی بلکې د پاکستان له بمباریو" سره مخ کیږي.
د ملګرو ملتونو د ادارو راپورونه ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو له کبله شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بې ځایه شوي، خو تر اوسه د ۴۰ زرو کسانو بې ځایه کېدل تایید شوي دي.
ښاغلي بلوڅ په خپله مرکه کې ویلي، افغانان د یو کړکیچ څخه بل کړکیچ سره مخ کیږي او هغوی د بیځایه کیدو او زیاتیدونکې لوږې سره مخ دي.
نوموړي څرګنده کړې:"افغانستان همدارنګه د تغذیې د کړکیچ سره مخ دی. [ناوړه] بشري وضعیت د څلورو لسیزو راهیسې دوام لري."
د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي په وینا د مالي منابعو کموالی د هغوی بشري مرستې محدودوي او میرمنې او نجونې تر ټولو له سخت وضعیت سره مخ دي.
ښاغلي بلوڅ ویلي:"دا ډیره ډیره ستونزمنه ده چې یوه افغانه میرمن او اوسمهال د هیواد په داخل کې ووسئ، موږ د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې سره کار کوو چې د ټولو محدودیتونو سره سره د هغوی سره څومره چې امکان ولري مرسته وکړو."
بلوڅ د زیاتیدونکو اړتیاوو د پوره کیدو او د نورو ستونزو د مخنیوي لپاره د عاجلو نړیوالو مرستو غوښته وکړه:" نړیواله ټولنه باید دا درک کړي، دا ددې وخت ندی چې له افغانستان څخه پام واړول شي."
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي وو چې افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو د حقونو وضعیت پکې تر ټولو خراب دی.
د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازې سوزن فرګيسن چې د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل لږترلږه ۶۴ زره خلک د پوځي شخړو د زیاتوالي له امله اغیزمن شوي دي چې له نیمایي څخه ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (دبلیو اف پي) د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه په خپل راپور کې افغانستان لا هم د ټیټې ودې سره مخ بللی او د عامو وګړو اقتصادي وضعیت پکې زیانمنونکی بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان میاشتنی رپوټ وایي د کډوالو دوامداره راستنېدل، د اقلیم اړوند ستونزې لکه وچکالۍ او د تاوتریخوالي په شمول د سیمې سوداګریزو ستونزو ددې هیواد اقتصاد د لا فشار سره مخ کړی دی.
فورم \ دبحث خونه