د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د تمدن تلویزیون د مسول مدیر او یوه کارکوونکي نیول غندلي او ډیر ژر او له قید او شرط پرته یې د هغوی د آزادیدو غوښتنه کړې ده.
تمدن تلویزیون په خپل فیسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د تمدن تلویزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د یادې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا احساني د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
اعلامیه کې ویل شوي:"دا دوه کارکوونکي د محکمې له حکم پرته او د کوم تورن له اعلان پرته، د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول شوي او اوس په زندان کې دي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د شنبې په ورځ (جون ۲۷) ویلي دي چې تمدن تلویزیون څلور ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی دی.
د یاد مرکز په اعلامیه کې د یادې رسنۍ د رئیس محمد جواد محسني په قول ویل شوي چې ناپيژاندو کسانو د هغوی تجهیزات نیولي او یو نامعلوم ځای ته یې وړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې، دا دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې هغوی پر یادې رسنۍ د طالبانو د برید او تړلو جزیات په خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړل.
تر دې مخکې، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم (CPJ) له طالبانو غوښتي چې د تمدن تلویزیون د فعالیت د بیا پیل اجازه ورکړي او پر خپلواکو رسنیو فشارونه پای ته ورسوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د تمدن تلویزیون د تړلو او د کارکوونکو د نیول په اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي. خو تر دې وړاندې یې پر رسنیو د محدودیتونو د رامنځ ته کیدو په ردولو سره ویلي دي چې رسنۍ باید د افغانستان د ملي ګټو پر اساس کار وکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې تمدن تلویزیون به وتړي. چارواکو ادعا کړې وه چې دغه رسنۍ له اسلامي حرکت ګوند سره تړاو لري او پر غصب شوې ځمکه جوړه شوې ده، خو هغه مهال دغه پرېکړه عملي نه شوه.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر واکمنیدو وروسته، پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې طالبانو په تیرو شاوخوا پنځو کلونو کې د رسنیو کابو ۳۰۰ کارکوونکو د هغوی د سختو رسنیو پالیسو د نه پلي کیدو په تور نیولي او زندان ته اچولي دي.
دغه مرکز وایي چې اوسمهال د رسنیو اوه کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې دي.