د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وايي چې په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم ځای تقریبا ورک شوی، خبریالان د سانسور، ګواښ او نیولو له زیاتیدونکي ګواښ سره مخ شوي دي.
بنیټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته په یو لیږل شوي پیغام کې ویلي: «ډیری یې یوازې د خپلې دندې ترسره کولو او پر حقایقو د راپور ورکولو له امله نیول شوي دي. یو ځل بیا، زه په واکمنو چارواکو غږ کوم چې سمدستي او بې قید او شرطه ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د رسنیو کارمندان پرته له ویرې فعالیت کولی شي. په ټول هیواد کې، خپلواک غږونه غلي شوي دي.»
هغه زیاته کړې ده چې رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې خپرونې کوي او په خبره یې اړ ایستل کیږي چې د طالبانو له لوري ټاکل شوې محدودوي لارښوونې تعقیب کړي. هغه وايي چې خبریالان له دوامداره څارنې سره مخ دي، هغو یته «ګواښونه کیږي، ډارول کیږي، او په ډیرو مواردو کې، په خپل سر توقیف» کیږي.
نوموړي ویلي دي چې له یو شمېر افغان خبریالانو سره یې هم خبرې کړې او هغوی ورسره خپلې ستونزې شریکې کړې دي. ریجارډ بینټ وايي: «د ښځو او نجونو د حقونو په څیر حساسو مسلو په اړه راپور ورکول حتی لوی خطر لري. ډیری خبریالان اوس نه دا چې دوی غواړي بلکه د ژوندي پاتې کیدو لپاره ځان سانسور کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو ادارې د پنجشنبې په ورځ [اپرېل ۳۰مه] په خپل تازه راپور کې ویلي ، چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان ازادي او د رسنیو وضعیت ارزولی اوافغانستان په کې د ۲۰۲۵ کال په څېر سږکال هم ۱۷۵ مقام ګټلی دی.
د افغانستان په تړاو په راپور کې لیکل شوي چې له رسنیو غوښتل کیږي هغه معلومات خپاره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا کنټرول کیږي. راپور زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د رسنیو فضا د مخالفو له غږونو څخه تشه ده.
د راپور په یوې برخې کې لیکل شوي: «د طالبانو پر حکومت نیوکه کول په کلکه منع دي او د ځان سانسور کول اصل دی. په ګڼو موضوعګانو لکه په دیني، د ښځو په وضعیت، د اقلیتونو او په عمومي توګه د بشري حقونو په اړه د بحث اجازه نه شته.»
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ په خپل پیغام کې د افغان ښځو په وضعیت په اړه هم غږېدلی دی. هغه ویلي دي: «په رسنیو کې ښځو ته لږ معاش، او لږ فرصتونه ورکول کیږي، او له عامه ژوند څخه ایستل کیږي.»
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په تعلیم بندیز لګولی او همدغه راز له کار، سیاسي او نورو اجتماعي مشارکتونو څخه یې منع کړې دي.
ملګري ملتونه وايي چې طالبان د جنسیت په اساس له ښځو سره تبعیضي چلند کوي، چې «جنسیتي اپارتایډ» دی او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان وايي چې د «شرعیت په اساس» ښځو ته حقوق ورکوي
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.
د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول د مارچ په اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.
فورم \ دبحث خونه