د بلجیم حکومت وایي چې اروپايي کمېسیون د هغو طالب چارواکو نوملړ ورسپارلی چې تمه کېږي د بروکسل په خبرو اترو کې ګډون وکړي، څو امنیتي ادارې لازمې ارزونې او څېړنې ترسره کړي. خو د بلجیم د چارواکو په وینا، تر اوسه د طالبانو له لوري د ویزو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ رسمي غوښتنلیک نه دی سپارل شوی.
که څه هم اروپايي کمیسیون بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د احتمالي سفر لپاره چمتووالی نیولی، خو لویدیځې رسنۍ وایي چې تراوسه د پلاوي غړو د بلجیم د ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه دي سپارلي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند لورنس سوینن یوراکتیف او نورو اروپايي رسنیو ته ویلي چې تر اوسه یې د طالبانو د پلاوي له لوري د ویزې هېڅ غوښتنلیک نه دی ترلاسه کړی، او د ویزې د عادي بهیر بشپړېدل لږ تر لږه څلور اوونۍ وخت نیسي.
د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په مشرۍ بروکسل ته سفر وکړي. ټاکل شوې چې خبرې د کډوالو، بېرته ستنولو او د مهاجرت اړوندو موضوعاتو په اړه وي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کوي چې دا به یوازې "تخنیکي خبرې" وي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
چارواکي وایي چې هدف یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه همغږي ده چې د اروپايي هېوادونو د اوسېدو قانوني حق نه لري او امنیتي ګواښ بلل کېږي.
خو بروکسل ته د طالبانو د دغه احتمالي سفر د ویزو مسله په اروپا کې له سختو سیاسي جنجالونو او غبرګونونو سره مل ده.
د اروپايي پارلمان تر ۳۰ څخه زیاتو غړو او ګڼ شمېر د بشري حقونو سازمانونو د بلجیم له حکومته غوښتي چې د طالبانو غړو ته له ویزو ورکولو ډډه وکړي.د بشري حقونو سازمانونه او سیاسي فعالان خبرداری ورکوي چې دا ډول تعامل ښايي طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړي.
د دغو منتقدینو له ډلې د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن هم ده. نوموړې وایي، د طالبانو بلنه به د هغو ارزښتونو خلاف وي چې اروپايي اتحادیه یې د دفاع ادعا کوي.
هانا نیومن:"اروپايي اتحادیه باید طالبان په بروکسل کې خبرو ته دعوت نه کړي. دا کار به هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې په سیستماتیک ډول ښځې ځپي او د نړیوالې ټولنې په وړاندې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. په دې سره به موږ خپل اعتبار او ارزښتونه هم زیانمن کړو."
ددې مخالفتونو په مقابل کې، د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وایي چې که د اروپايي اتحادیې له خوا بلل شویو مېلمنو ته د ویزو ورکولو مخه ونیول شي، دا به یو خطرناک دود رامنځته کړي.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې طالبان به په ټاکلي وخت د ویزو غوښتنلیکونه وسپاري او که نه، خو د ویزو د نه غوښتنې له امله د روانې میاشتې په اوږدو کې د دې لیدنې د ترسره کېدو په اړه شکونه زیات شوي دي.
فورم \ دبحث خونه