«ایربي ان بي» زرګونه افغان کډوال په وړیا ډول ځای په ځای کوي 

له افغانستان څخه څه باندې ۵۰زره کسان اېستل شوي دي

په امریکا کې د کورونو د کرایه ورکولو د اسانتیاو مشهور شرکت «ایربي ان بي- Airbnb» وايي‌ چې ۲۰۰۰۰ افغان کډوال په موقت ډول به وړیا توګه ځای په ځای کوي.

د دغه شرکت اصلي مرکز په امریکا دی او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم فعالیت لري.

د دغه شرکت اجرايي مشر براین چیسکي نن سه شنبه اګست ۲۴ (وږي۲) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ایربي ان بي به نن په نړۍ کې په وړیا ډول په کورونو کې د ۲۰۰۰۰ افغان کډوالو ځای په ځای کول پیلوي.»

نوموړي ویلي دي‌ چې دوی د دغو افغانانو د اوسېدو لګښت ورکوي او له خلکو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه لیکلي‌ دي چې د افغانانو بې ځایه کول او بیا ځای په ځای کول «زموږ د عصر یو لوی بشري ناورین دی» او خلک باید په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د دغه شرکت اصلي‌ کار سیلانیانو،‌ کورنیو او نورو اړوندو کسانو ته په نړیواله کچه د کورونو په موندولو او کرایه کولو کې مرسته کول دي چې میلیونونه مشتریان لري.

دغه شرکت داسې مهال دا خبره کوي‌ چې د طالبانو د ویرې او ژوندي پاتې کېدو له کبله لسګونه زره خلک له افغانستان څخه تښتې.

د امریکا پوځ‌ وايي‌ د جولاۍ له میاشتې راهېسې یې د کابل له هوايي‌ ډګر څخه شاوخوا ۵۳زره کسان اېستلي دي‌ چې یوشمېر امریکایي اتباع هم په کې وو.

د امریکا پوځ وايي په تېرو ۱۲ ساعتونو کې یې نژدې ۱۱زره کسان له افغانستان څخه اېستلي دي او دا بهیر چټک روان دی.

د کابل د هوايي ډګر مخې ته د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله یو شمېر کسان هم مړه شوي دي. امریکايي چارواکي وايي ښایي د تخلیې بهیر د اګست له میاشتې وروسته هم روان وي.

طالبان وايي دوی عمومي بخښنه اعلان کړې او خلک دې اندېښنه نکوي، خو یو شمېر خلک وايي چې د وسله والو طالبانو په وعدو باور نه دی په کار. طالبانو څه باندې یوه اونۍ مخکې کابل ونیوه.