د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا غواړي ‌د عسکرو اېستلو موده وغځول شي، طالبان یې نه مني 


امریکایي عسکر په افغانستان کې
امریکایي عسکر په افغانستان کې

بریتانیا وايي د جي-۷ هېوادونو په غونډه کې به د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغواړي‌ چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د اېستلو موده وغځوي.‌

بریتانیا وايي دا غوښتنه د دې لپاره کوي چې له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو د وګړو او د هغوی د همکارانو د اېستلو بهیر بشپړ شي.

د جي-۷ غونډه په را روانو څو ورځو کې ده چې د نړۍ رهبران به په کې پر افغانستان وغږیږي.

امریکایي چارواکي وايي‌ چې د اګست تر ۳۱ پورې به له افغانستان څخه ټول عسکر وباسي.

د بریتانیا د وسله وال پوځ وزیر جیمز هیپي وايي که امریکا دا بهیر رهبري کوي، د اګست تر ۳۱ به دا ماموریت بشپړ نشي.

نوموړي وویل چې باید په دې اړه له طالبانو سره هم خبرې وشي او هغوی ته به دا فرصت په لاس ورشي چې نړیوال سیستم ته داخل او له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي.

خو د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین سکاۍ نیوز ته ویلي دي چې دغې غوښتنې ته د دوی ځواب منفي دی.

هغه وویل: «دا سور خط دی. ولسمشر بایډن اعلان کړی دی چې د اګست په ۳۱ به ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. که هغوی دا تاریخ غځوي، دا د اشغال د غځولو په مانا ده چې هېڅ اړتیا ورته نشته.»هغه خبرداری ورکړ چې دا کار به عواقب ولري.

بریتانیا له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې د مرستې لپاره خپل ۱۰۰۰ عسکر د کابل په هوايي ډګر کې ځای په ځای کړي‌ دي.

وسله والو طالبانو تېره یکشنبه د کابل ښار ونیوه او له هغه وروسته لسګونه زره خلک د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.‌

XS
SM
MD
LG