د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو د مودې غځول سره کرښه وګڼله


د طالبانو ډلې په افغانستان کې د اګست میاشتې د ۳۱ څخه اخوا د بهرنیو ځواکونو د شتون د غځولو امکان رد کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین، د بریتانیا د سکای نیوز له شبکې سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د اګست له ۳۱ وروسته د بهرنیو پوځیانو شتون طالبانو ته سره کرښه ده.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي د افغانستان څخه د امریکایانو او ګواښ سره مخامخو افغانانو د ایستلو عملیات ښایي وخت ونیسي.

ښاغلي بایډن ویلي چې که اړتیا وي امریکایي پوځیان به ددغې بهیر د بشپړولو لپاره حتی د اګست له ۳۱ وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

سهیل شاهین د امریکا د جمهور رئیس د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د طالبانو په باور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون دوام به د "اشغال" د دوام په معنی وي.

په افغانستان د بهرنیو ځواکونو د شتون د مودې هر ډول غځول به د طالبانو او امریکا ترمنځ د "نه باور" د رامنځ ته کیدو سبب شي.

د افغانستان څخه د امریکایانو، د امریکا د ایمي استوګنې د کارت لرونکو او اسیب پذیرو افغانانو د ایستلو د بهیر د پیل کیدو وروسته د کابل په هوایي ډګر او شاوخوا کې یې سخته ګډوډي رامنځته کړې ده.

سهیل شاهین پدغه مرکه کې ویلي چې د افغانستان څخه د وتلو لپاره د افغانانو د هڅې دلیل اقتصادي ستونزې دي نه د طالبانو څخه ویره.

خو د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو سازمان وایي طالبانو د افغانستان په نیولو سره د بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې کړي، غچ اخیستونکې وژنې او صحرایي اعدامونه یې کړي دي.

XS
SM
MD
LG