طالبانو د افغان میرمنو په وړاندې محدودیتونه زیات کړي – راپور

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي یې دي طالبانو د ټولنې د ټولو وګړو په خاص ډول د میرمنو او نجونو په وړاندې سیستماتیک فشارونه ډیر کړي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکیچن وو او افغان میرمنې په کور او له کوره بهر د جنسیت پر اساس له زیاتیدونکي تبعیض سره مخ وې.

ددې تر څنګ راپور کې راغلي چې د قومي او مذهبي اقلیتونو په وړاندې تبعیض زیات شوی او حتي په جبري ډول د مذهب د بدلولو راپورونه ورکړل شوي دي.

راپور پر مذهبي فعالیتونو د محدودیتونو پر وضع کیدو سربیره، د سوله ییزو غونډو د جوړیدو،عدالت، د زیانونو د جبران حق ته لاسرسي، خپل سرو نیونو، اعدامونو، ځورونو او نورو ناوړو فشارونو ته اشاره کړېده.

د بخښنې د نړیوال سازمان راپور کې راغلي چې طالبانو د اسماعلیه مذهب ۵۰ تر ۲۰۳ پیروان په برید، ګواښ او یا هم اجبار سره اړ کړي چې د تسنن مذهب ته واوړي.

د شعیه ګانو پر مذهبي مراسمو د محدودیتونو وضع کول بل هغه مورد دی چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې د بیان آزادي او د رسنیو فعالیت په کلکه له محدودیتونو سره مخ شوی او طالبانو، د حکومت پر ضد د هر ډول انتقاد مخه نیولې او منتقدین زنداني شوي دي.

راپور وایي چې ۲۵۱ معترضان او د تیر حکومت کارکوونکي او نفوذ لرونکې کسان په غېرقانوني ډول وژل شوي او یا هم ټپي شوي.

په دې راپور کې همدارنګه د مخالفینو او منتقدینو نیولو ته اشاره شوې چې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو په وړاندې یې غږ پورته کړی دی. د راپور پر اساس، د مارچ تر میاشتې پورې، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر، یوناما د تیر حکومت د ۲۳ کارکوونکو د خپل سر نیونو پيښې ثبت کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، عدالت ته لاسرسی تقریبا ناممکن دی او د افغانستان قضایي نظام له ننګونو سره مخ دی.

د یاد راپور پر اساس، افغانستان د پراخ اقتصادي کړکیچ سربیره، د نړیوالو مرستو د پام وړ کمیدو سره لاس او ګریوان دی او ۱۴.۲ میلیونه میرمنې ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.

له دولتي او غیر دولتي ادارو څخه د میرمنو محرومولو ته په اشارې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي او انساني کړکیچ مخ په خرابیدو دی او د یاد هیواد ۲۲.۹ میلیونه وګړي متاثره شوي دي.

له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه د نجونو د منع کیدو دوام، د ملګرو ملتونو له ادارو، موسساتو او دولتي اداراتو سره د میرمنو د کار مخنیوی، له محرم پرته د میرمنو او نجونو د سفر په وړاندې محدودیت هغه موارد دي چې په دې راپور کې ورته اشاره شوېده.

د طالبانو حکومت د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور په اړه تراوسه څه ندي ویلي خو په تیرو وختونو کې یې دا ډول راپورونه کم ارزښته بللي او ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت پر اساس د میرمنو او نجونو حقونه تامین دي.