د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پوځ د پخوانيو سرتیرو نامعلوم برخلیک


په افغانستان کې تېر کال د جمهوریت د نظام له پرځېدو وروسته د افغان پوځ د کمانډو او ځانګړو ځواکونو زیات شمېر سرتېري بې برخلیکه پاتې شول؛ چې یو شمېر یې د خوندیتوب لپاره پر سختو او نامعلومو لارو اروپا ته رسېدلي دي.

امریکا غږ د افغانستان د تیر حکومت له یوه جنرال سره خبرې کړي چې دا وخت په جرمني کې اوسیږي. هغه په یوې ویډیو کې ښکاري چې د کابل له سقوط پنځه ورځې مخکې، په مزار شریف کې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي. دی د ځینو محدودیتونو له امله نه غواړې نوم یې واخیستل شي.

هغه د لندن د سن هرسټ نظامي اکاډمۍ څخه فارغ دی، وايي د طالبانو له حاکمېدو وړاندې یې د کومانډو ځواکونو د یوې برخې قومندان و. دی وايي، د مزار شریف له سقوط وروسته د یوې کورنۍ په مرسته تر کابله پټ ولاړ او په کابل کې د طالبانو له حاکمېدو څو ورځې وروسته پولنډ او بیا جرمني ته راغلی دی.

د افغانستان د پوځ دا پخوانی جنرال د خپلو اندېښنو په اړه وویل: "یو درد دا دی چې وطن مو له لاسه ورکړ، بل دلته پردي وطن کې پردي عنعنات او پردۍ کیسې چې د ټولو نوو راغلو مهاجرو لپاره ستره ستونزه ده".

دی وایي، ډېر شمېر پخواني افغان پوځیان اوسمهال د ستونزو سره مخامخ دي.

دی طالبان تورنوي چې پر عمومي بخښني سربېره یې ګڼ سرتیري له کورونو ایستلي او وژلي دي.

هغه وویل:‌ "زیاتره کومانډوا و سپیشل فورس ځواکونه چې زه یې له نږدې پېژنم او کار مې ورسره کړی دی، دا ډول قضیې ورسره شوې دي. له کورونو د شپې ایستل شوي چې یا وژل شوي او یا داسې حالت ته رسول شوي چې نور عادي ژوند نه شي کولای او ځینې خو تر اوسه نامعلوم دي".

دا پخوانی جنرال وایي چې له خپل وطن سره یې مینه لرله او په صداقت یې کار کړی دی. دی تور لګوي چې مشرانو یې د دوی پر سر معامله وکړه او له امله یې اوس د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه وایي، وطن ته د ستنېدو هیله لري او پر خپل کار پښېمانه نه دی. هغه زیاتوي: "پوهیدو چې څه حالت روان دی او زموږ ځان او کورنۍ په خطر کې دي خو موږ له دې ټولو ستونزو سربېره بیا هم سلاح اخېسته او د خپلو خلکو او وطن لپاره تر آخره وجنګېدو".

هدایت الله د افغان ځانکړو ځواکونو بل پخوانی افسر دی چې ۹ کاله یې په افغانستان کې خدمت کړی دی او هلته د جمهوریت تر پرځېدو یوه میاشت وروسته، اروپا ته قاچاقي تللی دی.

هغه وايي: "اوس هم داسې احساس ځان سره کوم چې زه خوب وینم. داسې یو ناڅاپه تغییرات راغلل چې چا یې فکر هم نه کاوه".

د افغانستان د اردو دغه پخوانی افسر وايي، په افغانستان کې بې روزګارۍ او فقر مجبور کړ چې له هغه هېواد څخه ووځي. وايي، له ډیرو سختو لارو له ایران، ترکیې او نورو هېوادنو تیر شوی او تر جرمني رسېدلی دی.

هدایت الله خواشینی دی او وايي، "افغان ځانګړي ځواکونه په ډیرو سختیو روزل شوي وو، دا ځواکونه باید داسې نه وای پاشل شوي".

هغه زیاتوي: " که چیرته د طالبانو حکومت هم راتللو دغه د طالبانو عسکر وه، که بل دولت راتلو د هغې هم همدا عسکر وه".

د پوځ دا پخواني افسران وايي، په افغانستان کې پاتې همسنګران یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغان ځواکونو پخوانی ویاند اجمل عمر شینواری، ددې پړه د حکومت پر پخوانیو مسئولینو ور اچوي او وايي: "د تخلیې کومه پروسه چې وه او پیل شوه چې باید دغه سرتېري امن ځایونو ته وویستل شي، خو متاسفانه یو شمېر مسوولینو یې د دغه قواوو په ځای خپل اولادونه او خپلوان له هیواد څخه بیرون وویستل".

دا سرتیري هیله لري چې په هیواد کې دننه، پاتې ملګري یې ونه وژل شي او د دوی په څېر کډوال یوه ورځ وکولای شي چې بیا د خپل وطن او بیرغ ساتنې لپاره ودرېږي.

XS
SM
MD
LG