مرتضوي له حقاني سره تر لیدنې وروسته: په تیر وضعیت کې باید ګیر نشو 

د شاه حسین مرتضوي او انس حقاني کتنه

په فرهنګي‌ چاورکې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مشاور شاه حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت له یو جګپوړي غړي انس حقاني سره کتلي، خو دا یې ندي ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې دننه په افغانستان کې و او که بهر.

ښاغلی مرتضوي چې تل یې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله رول لوبولی په څه کم تیرو لسو میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، په ټولنیزو رسنیو کې یې تر ډېره د خواخوږۍ، پیوستون او د یو بل د منلو پیغامونه خپاره کړي دي.

ښاغلي مرتضوي په خپل وروستي پیغام کې په فیسبوک کې له انس حقاني سره د خپلې لیدنې انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: "افغانستان د ټولو ګډ کور دی. ننني نسل مسوولیت لري چې راتلونکي ته پام وکړي. مونږ باید په تېر وضعیت کې ګیر پاته نشو! په تیرو سلو کلونو کې د نظامونو انقطاع د هېواد د پرمختګ او ثبات خنډ ګرځیدلی."

د طالبانو د حکومت د «افغان شخصیتونو د اړیکو د کمیسیون» یو غړي انس حقاني له شاه حسین مرتضوي سره تر لیدنې وروسته د «اخوت او ورورګلوۍ» پیغام پر ټویټر ولیکه.

دغه طالب چارواکي لیکلي: "نن مې له ښاغلي شاه حسین مرتضوي سره وکتل، د ذوق اختلاف باید موږ له نږدې کېدو څخه منع نه کړي. موږ یواځې د ورورګلوۍ او اخوت له لارې کولای شو د خپلې ګرانې خاورې ابادي، سوکالي او هوساینه ترلاسه کړو. پدې اړه به د هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړو. افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی."

د طالبانو له خوا د تماس د کمیسیون له جوړیدو راهیسې د دغه کمیسیون د هڅو په پایله کې د افغان حکومت څو پخواني چارواکي بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي چې په هغو کې د پوهنې او په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر فاروق وردک، د چهارشنبې په ورځ جون اتمه کابل ته ستون شو.

نوموړي د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، چې په بهر او په ځانګړې توګه په اروپا او متحده عربي اماراتو کې مېشت ګڼ شمېر افغان سياسي څېرې غواړي چې هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې د برېښنا شرکت پخوانی رئیس امان الله غالب او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري د طالبانو د تماس د کمېسیون د هڅو په پایله کې کابل ته راستانه شوي وو.

د طالبانو په بلنه افغانستان ته د پخوانیو حکومتي چارواکو راتګ په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. ځینو کاروونکو، په ځانګړې توګه د طالبانو چارواکو ددغو څیرو د بیرته راستنیدو هرکلی کړی، خو د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون نورو بیا توند غبرګون ښودلی.

د افغانستان په پخواني حکومت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي دي چې د جمهوري ریاست لوړپوړو چارواکو چې د طالبانو بلنې ته یې مثبت ځواب ویلي او د هغوی تر سیورې لاندې بیرته ځي، "په اصل کې د ضمیر مرګ او طالبانو ته د عزت او وقار هغه ډالۍ ده چې دوی نه درلود."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او سیاستوالو په ګډون ګڼ شمېر افغان چارواکي له افغانستانه وتلي او دا مهال په بهر په تېره بیا متحده عربي اماراتو، ترکیې، امریکا او اروپايي هېوادونو کې مېشت دي.