د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ملګرو ملتونو ته: د خلکو حقوق خوندي دي پروپاګند ته غوږ مه نیسئ


د طالبانو حکومت د دوی د کسانو لخوا د بې ګناه کسانو وژلو او افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان څرګندونې په کلکه رد کړي او د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو څخه یې غوښتي چې پروپاګند ته دې غوږ نه ږدي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه ناوخته جون نهمه (غبرګولې ۱۹) په یوې اعلامیې کې له ملګرو ملتونو او بشري حقونو له بنسټونو څخه همدارنګه غوښتي چې په افغانستان کې موجوده حقایق باید ومني.

مجاهد ویلي: "د تیرو شلو کلونو په نسبت اوس مهال په افغانستان کې د بشر حقوق ډېر خوندي دي،څوک د چا سره ظلم او زیاتی نشي کولای،د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې، بې امني نشته،د ملکي تلفاتو هیڅ پېښه نلرو،د غلا، چور غصب او هر ډول زور زیاتي مخه نیول شوې ده."

طالبانو همدارنګه ټینګار کړی دی چې د دوی استخباراتي او د امر بالمعروف بنسټونه له «مجرمینو» سره د «دیني اصولو» په اساس چلند کوي او د هغه په خبره په دې اړه هیڅ مورد نشته چې ثابته کړي چې د طالبانو استخباراتو له «قضااو محکمې» پرته کوم «څوک وژلی او یا اعدام کړی وي.»

په اعلامیه کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت د کار کوونکو لخوا د خلکو وهل ټکول رد شوي او ویلي دي چې اوس مهال ګڼ شمېر قاتلین،(خوارج) او اختطافګر له دوی سره بندیان دي او په خبره یې له هغوی سهر د «اسلامي اصولو بشري قوانینو»پر اساس چلند کیږي.

مجاهد ویلي:"که څه هم د عامه احساساتو غوښتنه داوي چې باید نیول شوي اختطافګر، خوارج یا نور مجرمین سخت مجازات شي، خو د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو اغماض کړی، د قضا پرېکړو ته منتظیر پاتې شوي."

د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړې چې د طالبانو استخبارات هیڅ کله خبریال نه دی وژلی او یوازې خبریالان د ژورنالیستي اوصولو څخه د سرغړونې له امله احضار کړي او هغوی ته یې توصیه کړې ده، هغه څه چې د نوموړي په وینا په ټوله نړۍ ک معمول دي.

هغه ویلي:"د بشري حقونو په نامه د څار سازمان بې سنده ادعاوې هیڅ حقیقت نلري."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بشري حقونو څار سازمان وویل چې د تیر کال اګست میاشتې راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو یو سخت بحران په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په برخه کې د رامنځته کېدو په حال کې دی.

د بشري حقونو د څار د ډلې د ښځو د چارو مسولې هیدر بار د پنجشنبې په ورځ جون نهم (غبرګولي ۱۹) ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او د ټولنې په نورو قشرونو باندې د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې اندیښنې کافي نه دي او پر طالبانو باندې یې د افغانستان څخه بهر ته په سفر د بندیزونود لګولو غوښتنه کړې ده.

هیدر بار ویلي چې اوس د دې وخت رسیدلی چې د نړۍ هیوادونه د طالبانو غیر قانوني اقداماتو ته په یوه خوله ځواب ووايي او خپل اقدامات همغږي کړي او طالبانو ته دا وښيي چې نړۍ چمتو ده چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه په سمه معنی دفاع وکړي.

هیدر بار پر طالب چارواکو باندې د سفر ممنوعیت پر طالبانو باندې د فشار د راوستلو لپاره د یوې موثرې لارې په توګه یاد کړی او ویلي دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا دې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ملګروملتونو په لومړي ځل په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د طالبانو په یو شمیر مشرانو او قومندانانو باندې د سفر په برخه کې محدودیتونه ولګول خو دغې ادارې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال نږدې درې کاله دمخه په ځینو طالب مشرانو د سفر محدودیتونه له پامه وغورځول ترڅو طالب چارواکي د سولې په خبرو کې برخه واخیستلی شي.

بلخوا ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ پخپل راپور کې طالبان په پنجشېر ولایت له مقاومت جبهې سره دتړاو په تور د خلکو په نیولو او شکنجې تورن کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د مۍ میاشتې په اوږدو کې په دغه ولایت کې پر طالبانو د مقامت جبهې بریدونه زیات شوي او طالبانو یې په ځواب کې پنجشېر ولایت ته ګڼ سرتیري استولي او له مقامت جبهې سره د اړیکو په تور کسانو د نیولو هڅې کوي. طالبانو تر دا مهاله په پنجشېر ولایت کې له مقاومت جبهې سره همکارۍ په تور نیولو شوو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG