د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د افغان طالبانو په حکومت کلک انتقاد کړی او ویلي دي چې له پاکستان سره په دښمنۍ کې د نوي ډهلي او کابل ترمنځ توپیر نه شته دی.
نوموړي د پاکستان په پارلمان کې په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې له اسلام اباد سره د اړیکو په اړه د ډهلي او کابل ترمنځ فرق وای، چې په خبره یې د پاکستان او طالبانو مقاماتو خبرې کړې وای او د ترهګرۍ د بندولو په اړه یې توافق کړی وای.
هغه د پاکستان او هند ترمنځ د تېرکال جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هماغه کار یې چې له نوي ډهلي سره کړی، له کابل سره به یې هم وکړي.
نوموړي تور ولګوه چې د طالبانو حکومت د هندوانو د برترۍ غوښتنې په پالیسۍ بدل شوی دی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني مقاماتو هغه ادعاوې رد کړې او بې اساسه یې وبللې، چې ګنې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو په یو مرکز باندې برید په افغانستان کې پلان شوی. په دې برید کې ۱۵ پولیس ووژل شول.
مجاهد په خپل ایکس حسابل کې لیکلي دي، چې ستونزې د خبرو او متقابل احترام له لارې حل کېږي. ده یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد کارول کېږي.
دا مطلب هم ولولئ
د ۱۵ پاکستاني پولیسو وژل کېدل؛ پاکستان د افغان طالبانو دیپلومات احضار کړد پاکستان د دفاع وزیر داسې مهال داڅرګندونې کوي، چې ورځې مخکې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو په یو مرکز بریدونه وشول. مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د خیبرپښتنوخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي د وژل شویو پولیسو د کورنیو له غړو سره د لیدو په مهال ویلي چې هغوی تل دا خبره کوي، چې ترهګر په سیمه کې پاڅېدلي، خو ادعا یې کړې ده چې له لسیزو راهېسې په دې اړه د بندو دروازو تر شا پرېکړې کېږي او دا پرېکړې په دوی تپل کېږي.
هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ويلي دي، چې دغه تحمیلي تګلارو د خیبرپښتونخوا ایالت بي ثباتۍ ته ټيل وهلی او قربانیان یې ولسي خلک دي.
د "اتحادالمجاهدین" په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه جلا شوې ډله بلل کېږي، ادعا کړې، چې دا برید هغوی کړی دی.