د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې د سې شنبې په ورځ (د مې ۱۲مه) په یوې سترې چاودنې کې ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پېښه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې شوې ده. د پېښې له سیمې خپرو شویو انځورونو کې ویجاړ شوي دوکانونه او سخت زیانمن شوي موټر ښکاري.
تر دې وړاندې د همدې تیرې شنبې په ورځ (د مې ۹مه) د بنو په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید وروسته په وسله وال برید کې ۱۵ پولیس ووژل شول.
پاکستان په افغانستان کې مېشت وسله وال د بنو د برید مسوول وګڼل او کابل ته یې سخت احتجاج وړاندې کړ. د افغان طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۱مه) وویل چې د پاکستان د دغو تورونو په اړه سمدستي څه نظر نه لري.
دواړه هېوادونه د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغې چې اسلاماباد پر کابل هوايي بریدونه ترسره کړل تر ټولو سختو نښتو کې ښکېل شول.
پاکستان هوډ وکړ چې د هغو وسله والو پټنځایونه به په نښه کړي چې پر پاکستان د بریدونو پلانونه ترې جوړېږي. طالبانو بیا د وسله والو د پناه ورکولو تورونه رد کړل او ویې ویل چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
فورم \ دبحث خونه