په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو په یو مرکز له مرګوني برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان طالبانو یو دیپلومات احضار کړی او په دې اړه یې ورته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
اسلام اباد اباد وايي چې دا برید هغو ترهګرو کړی، چې په افغانستان کې دي. په دغه برید کې، چې د شنبې په ورځ وشو، ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د برید په اړه یې دقیقې پلټنې، راټول شوي شواهد او تخنیکي استخبارات څرګندوي، چې برید د هغو ترهګرو کار دی، چې د اعلامیې په اساس، په افغانستان کې مېشت دي.
اعلامیه وايي چې د افغان طالبانو دیپلومات ته د پاکستان په ضد د ترهګرو بریدونو لپاره د افغان خاورې څخه د استفادې او په افغانستان کې د ترهګرو د بېلابېلو سازمانونو د موجودیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه غوښتي دي چې په خپلې ژمنې عمل وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي. البته په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې د دوی ثبوت او شواهد څه دي، چې وښيي دا برید په افغانستان کې پلان شوی و.
په همدې حال کې په پاکستان کې د متحدو ایالتونو سفارت دا برید غندلی دی. سفارت په خپل رسمي ایکس حساب کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي دي چې متحده ایالتونه په هر ځای کې د ترهګرۍ سره په مبارزې کې له خپلو پاکستاني شریکانو سره په همکارۍ کې په خپلې ژمنې کې ثابت ولاړ دی.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په یوې غونډې کې ویلي وو چې پاکستان له طالبانو څخه یوه غوښتنه لري او هغه دا چې طالبان دې، د هغو ډلو له ملاتړ لاس واخلي چې د ده په وینا د هند په لارښونې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني هم په یوې غونډې کې له افغان طالبانو څخه غوښتي وو چې د هغو ترهګریزو ګواښونو په ضد دې قوي اقدام وکړي، چې د سفیر نظاماني په وینا د افغانستان له خاورې څخه ټوکېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپورو په اساس، د پاکستان حکومت د څرګندونو په ځواب کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي دي، چې په دې اړه لا کومه تبصره نه لري. خو تر دې مخکې یې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي وو او ویلي وو چې دوی هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاور د نورو په ضد وکاروي.
په همدې حال کې د خیبرپښتنوخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي ویلي دي، چې هغوی تل دا خبره کوي، چې ترهګر په سیمه کې بیا پاڅېدلي، خو ادعا یې کړې ده چې له لسیزو راهېسې په دې اړه د بندو دروازو تر شا پرېکړې کېږي او دا پرېکړې په دوی تپل کېږي.
هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ويلي دي، چې دغه تحمیلي تګلارو د خیبرپښتونخوا ایالت بي ثباتۍ ته ټيل وهلی او قربانیان یې ولسي خلک دي.
د "اتحادالمجاهدین" په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه جلا شوې ډله بلل کېږي، ادعا کړې، چې دا برید هغوی کړی دی.
فورم \ دبحث خونه