د سعودي عربستان ولیعهد د متحدو ایالتونو د کانګرس له مشرانو سره ولیدل

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان واشنګټن ډي سي ته د خپل سفر په دویمه ورځ د متحدو ایالتونو د کانګرس له مشرانو سره ملاقات وکړ.

محمد بن سلمان د استازو خونې د مشر مایک جانسن، د اقلیت مشر حکیم جیفریس، د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر براین ماست او ځینو نورو مشرانو سره خبرې وکړې. د کانګرس مشرانو د دغه ملاقات څخه وروسته کومه اعلامیه خپره کړې نه ده.

دا ملاقاتونه داسې مهال شوي چې متحده ایالتونه سعودي عربستان د ناټو ایتلاف څخه د باندې خپل «یو لوی ایتلافي» بولي، چې دا دریځ سعودي عربستان له متحدو ایالتونو سره په امنیتي او ستراتېژیک مشارکت کې نور هم نژدې کوي.

ولسمشر ټرمپ، چې کله د امریکا-سعودي په فورم کې د سعودي عربستان ته دا دریځ ورکوه، وویل: «دا یوه لویه معامله ده... موږ به په سعودي عربستان باندې ځينې تر ټولو داسې ستر پوځي تجهیزات وپلورو، چې تر دې دمه جوړ شوي... په دوی کې تقریبآ ۳۰۰ امریکایي ساخت ټانګونه هم شامل دي.» هغه وویل: «داسې کم پېښېږي... دا د اعتماد نښه ده.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دواړو هېوادونو دا «تاریخي پیوستون» وستایه. اعلامیه وايي: «دواړو خواو د سلطنت او متحدو ایالتونو ترمنځ د ملګرتیا د تاریخي پیوندونو او ستراتېژیک مشارکت په اړه خپل عمیق تعهد بیا تازه کړ. دوی همدغه راز په ټولو برخو کې د مشارکت د قوي کولو په لارو چارو هم وغږېدل.»

محمد بن سلمان په متحدو ایالتونو کې د یو تریلیون ډالرو پانګونې ژمنه وکړه، چې تېره ورځ د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د ۲۷۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول. په دغو تړونونو کې د انرژۍ، تکنالوژۍ، نادرو طبعي منرالونو، فضايي او مالي برخې شاملې دي.