۲۰۲۰ کې ۱۶زره افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۶زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت مرسیتال بشیر نورمل د پنجشنبې په ورځ د فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) په کابل کې له سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت په ۲۰۲۰ کېپه افغانستان کې په سرطان ناروغیو اخته ۲۳زره کسان ثبت کړي دي.

ښاغلي نورمل زیاته کړه: "دا (سرطان ناروغي) زموږ په خویندو کې زیاته ده، ۱۳زره یې ښځې دي او ۱۰زره یې سړیان دي، دا شمیره ډېره لوړه ده او ۱۶زره کسانو هم په ۲۰۲۰ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل چې په افغانستان کې په سرطان ناروغۍ اخته د ټولو ثبت شویو کسانو شمېر ۳۹زرو ته رسېږي، خو زیاته یې کړه چې اصلي شمیره له دې خورا لوړه ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان د سرطان ناروغي مخ په زیاتیدو ده او دا ناروغي د زړه له ناروغۍ وروسته د زیات شمیر افغانانو د مړینې سبب ګرځي.

په افغانستان کې د کلمو سرطان، د خولې او ستوني سرطان، په سړو کې پروستات سرطان او په ښځو کې د تیو سرطان د دغې ناروغۍ مهم ډولونه دي، چې په دغه هیواد کې پرې خلک ډیر اخته کیږي.

په افغانستان د دغې ناروغۍ د علاج لپاره ډیر امکانات نشته دي او یوازې په کابل او یو شمیر ښارونو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص او په ځینو مواردو کې د درملنې مرکزونه جوړ شوي دي. اکثره پر دغې ناروغې اخته ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هندوستان ته ځي.

ډاکټران د سرطان ناروغي د درملنې وړ ګڼي او ټینګار کوي مخکې له دې چې دغه ناروغي په یو کس ډېره پرمختللې شي باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۴۴ میلیونه وګړي په سرطان اخته دي او هرکال شاوخوا لس میلیونه کسان له دغې ناروغۍ مړه کېږي.