د لاس رسي وړ اتصالات

د ویښتانو پرله پسې رنگول په سرطان د اخته کیدو خطر زیاتوي - څیړنه


سینگار ځای - د ویښتانو رنگول
سینگار ځای - د ویښتانو رنگول

د یوې نوې څیړنې نتیجو ښودلې ده چې د ویښتانو دوامداره رنگول او د ویښتانو د غونجو د لرې کولو او صافولو لپاره په پرله پسې توگه د کیمیایي موادو نه استفاده کول د سینې په سرطان د اخته کیدو خطر رامنځ ته کوي.

د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت رپوټ ورکړی چې ددې بنسټ پوهان د ۴٧ زره ښځو د روغتیایي معلوماتو له ارزولو وروسته پدې پوه شوي هغه ښځې چې په منظمه او وار وار خپل ویښتان رنگوي د هغو ښځو په پرتله چې خپل ویښتنان نه رنگوي او له کمیاوي موادو استفاده نه کوي نهه فیصده زیات د سینې په سرطان د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.

څیړنو ښودلې چې په هرو پنځو یا اتو اونیو کې د ویښتانو له رنگ نه استفاده کول په تورپوستانو (افریقایي الاصلو) کې د سینې د سرطان د رامنځ ته کیدو خطر ٦٠ فیصده او په سپین پوستو ښځو کې اته فیصده زیاتوي.

ددې څیړنې لوړپوړي څیړونکې الکساندرا وایټ، ویلي چې رنگ او د ویښتانو د آرایش نور محصولات څه دپاسه ٥٠٠٠ کیمیاوي مواد لري چې یو شمیر یې د سرطان ناروغۍ د رامنځ ته کولو خواص لري.

خو بیا هم څیړونکو ویلي چې له شک پرته زیاتو څیړنو ته اړتیا ده چې دغه موندنې تائید شي. خو د هغوی په وینا ددغو کیمیاوي موادو نه ډډه کول، کولای شي د سینې په سرطان د اخته کیدو خطر راکم کړي.

XS
SM
MD
LG