ټرمپ: امریکا په پراخ شکل په ایران کې بریالۍ کیږي

په داسې حال کې چې امریکایي پوځیان په ایران کې د خپلو اهدافو په نښه کولو بوخت دي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (جولای ۱۶) ملت په وینا کې وویل چې امریکا په ایران کې بریالۍ کیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل:"موږ په پراخه کچه په ایران کې بریالي کیږو او تاسې به په ددې کار نتیجه ډیر ژر وګورئ."

د ولسمشر ټرمپ تر دې وینا مخکې د هغه ویاندې کارولین لیویت په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې وویل چې ایران له امریکا سره خبرې کوي او غواړي چې یوه هوکړه وکړي.

لیویت وویل:" ایران همدا اوس له متحده ایالاتو سره خبرو ته دوام ورکوي او دا څرګندوي چې هغوی له موږ سره د هوکړې د کولو غوښتونکي دي، ځکه چې هغوی د متحده ایالاتو د پوځ له سختو ګوزارونو سره مخ دي. دا د امریکایانو لپاره مهمه ده چې پوه شي؛ په تېرو څو ورځو کې د وروستیو بریدونو لامل دا دی چې ایران د هغه تفاهم لیک څخه سرغړونه کړې کوم چې موږ له هغوی سره لاسلیک کړی و."

د متحدو ایالتونو پوځ وروسته له هغه پر ایراني اهدافو بریدونه پیل کړل چې یاد هیواد د هرمز په تنګي کې پر یو شمیر تجارتي بیړیو بریدونه وکړل. د سپینې ماڼۍ ویانده وایي ایران باید د واشنګټن او تهران ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس د هرمز له تنګي څخه پر تیریدونکو تجارتي کښتیو بریدونه ونه وای کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: "له بده مرغه، هغوی په دې کار سره د ځان لپاره غلطه پریکړه وکړه. ولسمشر ټرمپ به آرام پاتې نشي او اجازه به ورنکړي چې د ترهګرۍ دا اقدامات په تنګي کې ترسره شي، پرته له دې چې ډاډ ترلاسه کړي چې ایران به د دې کار له عواقبو سره مخ کیږي. او همدا هغه څه دي چې موږ یې همدا اوس شاهد یو."

د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوتریخوالو د زیاتیدو سره په یو وخت، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د پنجشنبې په ورځ په شانګهای کې د لیدنې پرمهال پر متحدو ایالتونو او ایران غږ وکړ چې اوربند وکړي او څومره چې ژر امکان ولري مذاکرات بیا پیل کړي.

په غونډه کې، دواړو خواوو په ایران کې د وضعیت په خرابوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له اړوندو لورو یې وغوښتل چې سمدستي جګړه ودروي، پر ستونزو برلاسي شي، خنډونه لرې کړي، اړیکې او خبرې اترې بیا پیل کړي، او د خبرو اترو له لارې د یوې هر اړخیزې سولې تړون ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د چین او پاکستان دغو چارواکو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د داسې هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران په وړاندې خپل هوایي بریدونه پراخ کړي او د هغه هیواد یو شمیر پلونه او نور مهم تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د ایران په وړاندې د سنټکام د عملیاتو دوام

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په سیمه ایزو وخت د جمعې سهار وختي یې د ایران په وړاندې د وروستیو لویو بریدونو څپه پای ته ورسوله.

سنټکام زیاته کړې چې د امریکا جنګي جت الوتکو، ډرونونو او جنګي بیړیو په دقیقو بریدونو کې د ایران د سرحدي څارنې، هوایي دفاع ، نظامي لوژیستکي بنسټونو او دریایي وړتیاوو په ګډون د هغه هیواد یو شمیر تاسیسات په نښه کړي دي.