د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ پر ایران د تازه بریدونو څپه پای ته ورسوله

د امریکا مرکزي قومندانۍ نن چهار شنبې (جولای ۱۵) د یو شمیر ایراني اهدافو په وړاندې د تازه بریدونو خبر ورکړی دی.

دغې قومندانۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په دغو بریدونو کې نه یوازې د ایران د کروز مزایلو زیرمې بلکې د هغه هیواد د ساحلي دفاع سیستمونه هم په نښه شوي دي.

سنټکام زیاته کړې ده چې په دغو بریدونو سره د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو د برید کولو په اړه د ایران قابلیتونه لا کمزوري شوي دي.

بلخوا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي دي چې متحده ایالات به تر هغه پر ایراني اهدافو بریدونو ته دوام ورکړي څو یاد هیواد د مذاکراتو میز ته راستون شي.

ولسمشر ټرمپ ویلي:" زه به د انرژۍ اهداف د اخر لپاره وساتم، نو په نهایت کې به د انرژۍ اهداف په نښه کړو، خو موږ نن شپه پر هغوی سخت ګزار وکړ، موږ به سبا شپه هم پر هغوی سخت ګزار وکړو. موږ به بل سبا هم پر هغوی سخت ګزار وکړو. او راتلونکې اوونۍ به د هغوی لپاره ډیره بده وي ځکه راتلونکې اوونۍ به د بریښنا د تاسیساتو وار وي، راتلونکې اوونۍ به د پلونو وار وي. موږ به د هغوی د بریښنا ټول تاسیسات له منځه یوسو."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې اکسیوس خبري آژانس وایي ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر ایران د پراخو نویو بریدونو په اړه د سپینې ماڼۍ کې بیړنۍ غونډه رابللې وه.

دغه غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې ایران پر یو شمیر تجارتي کښتیو بریدونه وکړل او متحدو ایالتونو په ځواب کې یو شمیر ایراني اهداف په نښه کړل.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایران ساحلي مناطقو او بنادرو ته یې د تلونکو او راتلونکو کښتیو په وړاندې سمندري محاصره بیا پیل کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال وویل، هیڅوک باید د هرمز په تنګي کې د حق العبور د اخیستلو حق ونلري.

ولسمشر ټرمپ وویل :"زما په اند، هیڅوک باید د هرمز په تنګي او یا هم د تنګیو په نورو اړیکو کې د حق العبور د اخیستلو توان ولري. زما په اند، هیڅوک باید په رښتیا هم په داسې موقف کې نه وي."

متحده ایالات په داسې حال کې د هرمز په تنګي کې سمندري محاصره پیل کړې او د هغه هیواد پر نظامي اهدافو بریدونه کوي چې د عمان سمندري ځواکونو ویلي دي د سه شنبې په ورځ ددغه هیواد په سواحلو کې په جلا پيښو کې د تیلو درې ټانکرونه په نښه شوي دي چې له امله یې د کښتیو درې عمله لادرکه شوې او شپږ نور ټپیان شوي دي.

متحدو ایالتونو او ایران د جون میاشتې په نیمایي کې یوې هوکړې ته ورسیدل خو پر یو شمیر سوداګریزو کښتیو د ایران له خوا تر بریدونو وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ د ناټو د غونډې پرمهال وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې پای ته رسیدلې ده.

بلخوا یو شمیر رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کاظم غریب آبادي په نقل ویلي دي چې نور د اسلام آباد د هوکړې په نامه څه پاتې ندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG