د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ [سنټکام] د جمعې په ورځ (نومبر۱۳مه) د ایران هغه ادعا رد کړه چې ویلي وو ایراني ځواکونو په تازه برید کې په بحرین کې د امریکا پوځي رادار ویجاړ کړی دی.
سنټکام وايي چې امریکايي ځواکونو دوه ایراني بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران هوايي ځواکونو په بحرین کې د امریکا د پوځ یو رادار په نښه کړی دی. ایران ادعا کړې چې دا برید د هرمزګان ولایت په جنوبي بندري ښار سیریک کې د یوه ایراني مخابراتي برج پر وړاندې د ادعا شوې هوايي تېري په ځواب کې شوی دی.
سنټکام د ټولنیزې شبکې ایکس کې په خپرې کړې اعلامې کې ویلي: " د سپاه پاسداران دوه یوطرفه برید کوونکې بې پیلوټه الوتکې د بحرین پر لور وتوغولې، خو دواړه د امریکايي ځواکونو له خوا نسکورې شوې، هېڅوک نه دی ټپي شوی او هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی. "
سنټکام د سیریک ښار په شاوخوا کې د پوځي عملیاتو په اړه څه ونه ویل. همدارنګه یې د ایران هغې جلا ادعا ته هم ځواب ندی ورکړی چې ویلي یې وو د سیریک ساحل ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې پیلوټه الوتکه ویجاړه کړې ده.
د امریکا پوځ د جولای میاشتې له لومړیو راهیسې د ایران پر بندرونو او د تېلو پر ترمینلونو سمندري محاصره پيل کړې؛ دا هغه مهال و چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند لنډمهاله هوکړه له منځه ولاړه.
پر ایران د امریکا اقتصادي فشارونه
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسېنټ د جمعې په ورځ (نومبر۱۳مه) وویل چې امریکا به پر ایران خپل اقتصادي فشارونه دوامداره وساتي. نوموړي خبرداری ورکړ چې واشنګټن به له هغو بانکونو او نورو ادارو سره د اضافي بندیزونو په لګولو کې هېڅ ډول ځنډ ونه کړي چې ایران ته اقتصادي ملاتړ برابروي.
بسېنټ چې د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو مشري کوي، تایید کړه چې د امریکايي امنیتي ادارو په سپارښتنه یې د ایران د ګواښونو له امله پوځي اډې ته خپل استوګنځای انتقال کړی دی.
نوموړي له (سي ان بي سي) شبکې سره په مرکه کې وویل:" زه به ونه ویریږم ،هغوی زما پر وړاندې د مرګ ګواښونه کړي دي ".
بسېنټ زیاته کړه: "دا په دې معنی ده چې زموږ د اقتصادي منزوي کولو عملیات بریالي دي... او د سپاه پاسداران غړي د یوه خطرناک او ګوښه شوي ځناور په څېر دي ".
هغه ژمنه وکړه چې د امریکا حکومت به د ایران اقتصادي منزوي کول دوامداره وساتي.
کله چې له نوموړي څخه د ایران په اړه د راتلونکو ګامونو پوښتنه وشوه، په داسې حال کې چې اقتصادي فشارونه دوام لري او د ولسمشر په وینا اوسنی حالت ساتل کېږي، بېسېنټ وویل : "هغوی به بالاخره د یوې هوکړې غوښتونکي شي.
د امریکا د مالیې وزیر زیاته کړه: "بالاخره به واقعیتونه پر هغوی فشار راوړي او د ایرانیانو لپاره به یو اوږد او سوړ ژمی وي ".
بسېنټ وویل چې امریکا د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته دوام ورکوي او ځینې شپې د دې تنګي له لارې د جګړې له پیل مخکې په پرتله ډېر خام تېل لېږدول کېږي.
په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د جمعې په ورځ (نومبر۱۳مه) وویل چې د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، د نړۍ د تېلو تولید له تقاضا څخه زیات شوی او په نړیوال بازار کې د تېلو اضافي عرضه رامنځته شوې ده.
د دې ادارې د راپور له مخې د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د خلیج هېوادونو د تېلو صادرات زیات شوي چې له امله یې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي.
یادې ادارې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به د تېلو تولید په ورځ کې ۴.۸ میلیونه بېرله کم شي، خو تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به بېرته په ورځ کې ۶.۶ میلیونه بېرله زیات شي او منځنۍ کچه به یې په ورځ کې ۱۰۸.۱ میلیونه بېرلو ته ورسېږي.
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس خبرداری ورکړی چې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو دوام کولای شي د اقتصادي او انرژۍ بازارونو د بېرته رغېدو بهیر له خنډ سره مخ کړي.