سنټکام: د ایران په ناکامه بریدونو کې هیڅ امریکايي پوځي ته زیان نه دی رسېدلی

Centcom

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي په روانه اوونۍ کې د ایران په ناکامه بریدونو کې هیڅ یو امریکايي پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.

سنټکام پر خپلې ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي: "په روانه اوونۍ کې د ایران په هیڅ یوه ناکامه برید کې هیڅ یو امریکايي پرسونل نه دی ټپي شوی. د امریکا ټول پوځي سرتېري خوندي دي او د ټولو په اړه معلومات موجود دي. "

سنټکام زیاته کړې: "د ایران سپاه پاسداران پورلې تړلې رسنۍ او حسابونه په انلاین فضا کې په منظم ډول د ناهیلیتوب له امله ناسم روایتونه او دروغجن معلومات خپروي ".

په دې وروستیو کې ایران ادعا کړې چې د دوی په وروستیو بریدونو کې یې امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران پوځ ویلي چې په بې پیلوټه الوتکو یې د کویت په علي السالم پوځي اډه کې د هوايي دفاع سیستمونه او د توغندیو د توغولو سېمې په نښه کړې دي.

د کویت حکومتي چارواکو ویلي چې د دغه هيواد هوايي دفاعي سیستمونه د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره فعال شوي دي. د کویت حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خپل ملي حاکمیت، خاورې او مهمو تاسیساتو د ساتنې لپاره د ټولو اړینو اقداماتو حق له ځان سره خوندي ګڼي.

دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې امریکايي جنګي الوتکو د سې‌شنبې په ماښام د (نومبر ۱۷مه) د ایران د قشم پر ټاپو د توغندیو د توغولو یو مرکز په نښه کړ.

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه برید د ایران د هغو بریدونو په ځواب کې چې امریکايي ځواکونو او تاسیساتو ته یې متوجه کړي وو، د هدایت کېدونکو توغندیو په وسیله ترسره شوی دی.

همدا شان په بحرین کې چې د امریکا د سمندري ځواکونه پکې دېره دي، د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) د هوايي برید خبرداری ورکړل شو او د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد هوايي دفاعي سیستمونه فعال شول.

د امریکا دفاعي چارواکو امریکا غږ ته وویل چې د چهارشنبې ورځې بریدونو د امریکا پر ګټو هېڅ ډول اغېز نه دی کړی.

له دې سره سره، سعودي عربستان د ایران وروستي بریدونه غندلي او د تېري کوونکو اقداماتو د درولو، د نړیوالو قوانینو د رعایت او د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د حل غوښتنه یې کړې ده.