چین، پاکستان او ایران د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه 'یوه بېسارې غونډه' کړې

پاکستان، چین او ایران په لومړي ځل د ترهګرۍ د مخنیوي او سیمې د امنیت په اړه یوه بېسارې درې اړخیزه مشورتي غونډه وکړه. غونډه د چهارشنبې په ورځ جون اوومه (جوزا۱۷) د چین په کوربتوب په بیجینګ کې شوې.

په اسلام اباد کې په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: «استازو د سیمې د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د ګواښ په اړه،‌ چې سیمه ورسره مخامخ ده، تفصیلي بحث وکړ.» په اعلامیې کې په دې اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، چې دریو واړو هېوادونو موافقه کړې چې داسې غونډې به منظمې کوي. د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو لوړ پوړیو مقاماتو په دغې مشورتي غونډې کې برخه اخیستې وه.

شنونکي وايي، چې د طبعي منابعو له پلوه غني خو محروم ایالت بلوچستان د دغې درې اړخیزې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، دا سیمه د چین د میلیاردونو ډالرو د پروژې [چین-پاکستان اقتصادي دهلیز] لپاره ارزښتناکه ده.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن د انستیتوت شنونکي باقر سجاد وویل: «د چین، پاکستان او ایران د درې اړخیز امنیتي میکانیزم جوړېدل د بلوچستان د امنیت په اړه د دغو هېوادونو شریکې اندېښنې په ډاګه کوي.» نوموړي زیاته کړه: «د دغو دریو واړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د امنیت په ښه والي او د هغو اورپکو، چې په ایران کې پناه ځای لټوي، د فعالیتونو په مخنیوي کې بالقوه رول لوبولای شي.»

بلوچستان، چې له ایران سره سرحد لري، وخت ناوخت د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او نورو وسله والو د فعالیتونو شاهد وي. اسلام اباد تور لګوي، چې دا بیلتون غوښتونکي د ایران په خاوره کې دي‌ او له هماغه ځای څخه بریدونه پلانوي چې د چین د «یو کمربند او یوه لار» د اقتصادي ابتګار مخه ونیسي. خو ایراني مقامات په خپلې خاورې کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو موجودیت ردوي.

چین د دغې پروژې په ترڅ په پاکستان کې د برېښنا بندونه، سړکونه او نور دا ډول رغنیز کارونه کوي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي وايي، چې دا د پاکستان د هغو هڅو سره مرسته ده، چې د سیمې خلک له خپلو طبعي منابعو څخه محروموي.

دا مطلب هم ولولئ

چین پاکستان ته دوې جنګي بېړۍ ورکړې  

خو چین او پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د دغې لویې پروژې هدف دغه محروم ولایت او په لویه کچه پاکستان ته اقتصادي ښیرازي راوستل دي. بلوڅ بیلتون غوښتونکو په چینايي کارکوونکو باندې مرګوني بریدونه هم کړي دي.

بلوچستان د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت سره نژدې دی، چې د ایران امنیتي ځواکونه په کې کله ناکله د سني اورپکو سره په جګړه وي. دغلته سني اورپکي په ځینو خونړیو بریدونو کې دخېل او تورن بلل کېږي. تهران وايي اسلام اباد د اورپکو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نکوي، خو اسلام اباد دا ادعا ردوي.

تېره میاشت د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد ته ولاړل او هلته یې په ګډه یو بیساری بازار او د برېښنا د انتقال لاین پرانیستل. دواړو مشرانو وویل چې د سرحد د امنیت او دوه اړخیز اقتصاد د غوړېدو په اړه به همکاري کوي.

چین هم له ایران سره اقتصادي روابط زیات کړي او دواړو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د ستراتېژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړي. خو ایراني چارواکي وايي په دغه سند کې د امنیت او پانګونې په اړه کومه ژمنه نه ده شوې.

پاکستان، ایران او چین همدغه راز په افغانستان کې هم د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن دي، چې د اکثریت مسئولیت یې د داعش-خراسان ډله په غاړه اخلي.

دریو واړو هېوادونو په افغانستان کې له طالب واکمنانو سره دپلوماتیک تعامل زیات کړی، چې د دغه ګواښ سره مقابله وکړي او افغانستان ته اقتصادي ثبات راوړي.