د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د برېښنا د بند جوړونکي چینايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی  


تصویر د دغې پېښې نه دی،‌ له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د دغې پېښې نه دی،‌ له ارشیف څخه اخیستل شوی

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي د هغه شرکت په یو کمپ کې اور لګېدلی، چې په یوې لېرې پرتې سیمې کې د برېښنا د یو بند جوړولو چارې پرمخ وړي.

پولیس چارواکو نن سه شنبه اپریل څلورمه (وري۱۵) وویل چې اور د خیبرپښتونخوا د کوهستان ولسوالۍ د «داسو» د برېښنا د پروژې ګودام او زېرمتون لولپه کړي دي. دا سیمه له اسلام اباد څخه ۱۱۰ میله لېرې ده.

د ژغورنې د عملیاتو یو مسئول فرانس پرس ته وویل: «اور ډېر زیات و. په پيل کې د اور لمبې ډېرې لوړې وې او موږ مجبور شو له نورو سیمو څخه اطفایې راوغواړو.»

د پاکستان د ۱۱۲۲ اطفايې د څانګې دغه مسول زیاته کړه: «دا سیمه لوی زیرمتون و، د تیلو په بوشکو سربېره، قرطاسیه او نور ماشین الات هم هلته زېرمه شوي وو. ټول په اور کې سوځېدلي.»

د پاکستان د اوبو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې د چین د «ګیژوبا ګروپ کمپنۍ» ته د داسو بند د جوړولو قرارداد ورکړ. په دغه کمپ کې،‌ چې اور لګېدلی، چینايي انجینران، سروې کوونکي او تخنیکي پرسونل هم دیره وو، خو مقامات وايي چې هغوی ته زیان رسېدلی نه دی.

یو پولیس چارواکي ویلي دي چې د برېښنا د مزو د جنګېدو له کبله اور بل شوی دی.

له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا، بیجینګ د «پاکستان چین اقتصادي دهلیز» د پروژې له لارې په پاکستان کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده. له امنیتي‌ ګواښونو سره سره، ځینو خصوصي شرکتونو هم په پاکستان کې اقتصادي رغنیزو چارو ته دانګلې دي.

د ۲۰۲۱ د جولاۍ په ۲۱ نېټه، په هغه بس کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د «داسو» بند ته یې کارکوونکي انتقالول، په وژل شویو کسانو کې یې نهه چینایان وو.

بیجینګ ټېنګار کوي چې په بس باندې بمي برید شوی، خو اسلام اباد وايي چې چاودنه د ګازو د پایپ لاین د سوري کېدو له کبله وه، مګر له چاودنې وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو شمېر پام وړ زیات شو.

چین له پاکستان سره نژدې اقتصادي روابط لري، خو په دغه هېواد کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه هم لویه اندېښنه لري چې د اورپکو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي. په دې ورستیو کې د پاکستان په هغو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي چې چین په کې په پانګونې تمرکز کوي.

XS
SM
MD
LG