د پاکستان او افغانستان ترمنځ له شاوخوا ۱۲ ورځو جګړې وروسته لا هم دا جګړه روانه ده او د ختمولو لپاره یې د نړیوالو غوښتنو لا کومه نتیجه نه ده ورکړې.
په یوې تازه پېښې کې یو شمېر ځایي اوسېدونکي وایي چې د پاکستان د توغندیو په یو برید کې د تورخم په ښارګوټي کې شاوخوا ۴۵۰ هټۍ سوځېدلي او سلګونه زره افغانۍ زیان یې اړولی دی.
په افغانستان کې د پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (مارچ اتمه) د دغو سوځېدلو هټیو یوه ویدیو خپره کړې چې په کې له یو شمېر هټیوالو سره هم خبرې شوې دي. په ویدیو کې لسګونه هټۍ لیدل کېږي چې لولپه شوي او لوګي ترې پورته کېږي.
په دغو هټیو کې د موټرونو سامانونه او نور توګي خرڅېدل.
د مقاماتو ادعا
د پاکستان او طالبانو حکومتي مقامات ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي، خو د جګړې لومړیو کرښو ته د خبریالانو ورتګ ستونزمن دی او له همدې کبله د دغو ادعاو تائید هم سخت دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د یکشنبې په ورځ ناوخته په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې یې په ۶۴ ځایونو بمبارۍ او بریدونه کړي او په خبره یې «۵۸۳ طالبان یې وژلي او تر ۷۹۵ زیات یې ژوبل» کړي دي.
تارړ ادعا کړې ده چې په دغو بریدونو کې یې د طالبانو ۲۴۲ پوستې ویجاړې کړې او ۳۸ یې نیولې دي نوموړي د لسګونو پوځي وسایطو او تجهیزاتو د نیولو ادعا هم کړې ده.
د طالبانو حکومت د دغه راپور تر لیکلو پورې د جګړې په اړه کوم تازه ارقام نه دي خپاره کړي، خو د دفاع وزارت ویاند یې د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې په دغې جګړې کې یې ۳۲۷ پاکستاني پوځیان وژلي او له ۳۵۰ څخه زیات نور یې ژوبل کړي دي.
ولسي تلفات
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۶ د فبرورۍ له ۲۶ څخه نیولې د مارچ تر پنځمې نېټې پورې په دغې جګړې کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر ویلي دي چې په دغې جګړې کې ۱۶زره ملکي وګړي هم بېځایه شوي او د لارو د بندېدو له کبله په بشري مرستو بار ۱۶۰ کانتینرونه هم بند پاتې او اړمنو ته د مرستو رسول سخت شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او نړیوالو سازمانونو د یو شمېر استازو په غونډې کې پاکستان تورن کړ چې «اوربند یې مات» کړی او د خبرو په ځای یې جګړې ته مخه کړې ده.
متقي وویل چې هغوی د پاکستان له لوري د «یوې تحمیل شوې جګړې» سره مخامخ دي او په پاکستان یې بریدونه «دفاعي» دي. هغه هیله وښوده چې روانې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د فبرورۍ په ۲۶مه د پاکستان له خوا پر افغان خاورې د شویو بریدونو په ځواب کې پر پاکستان د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) مشران په افغانستان کې دي او په دغو بریدونو کې یې د هغوی ځایونه یې په نښه کړي دي. خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې چاته اجازه نه ورکوي له افغانستان څخه د نورو په ضد کار واخلي.