د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د زیاتېدو او پر ملکي وګړو او بې ځایه شویو خلکو د هغې د بشري اغېزو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سازمان وایي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې روانو پوځي نښتو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د مهمو بنسټیزو تاسیساتو د زیان او په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د نږدې ۶۶ زره کسانو د بې ځایه کېدو لامل شوي دي.
د IOM په وینا، دا وضعیت ښايي د نورو خلکو د بې ځایه کېدو، د کډوالو د بېرته ستنېدو او په چټکۍ سره په هغو ټولنو کې د ستونزو د زیاتېدو سبب شي چې له مخکې نه له کمو سرچینو او محدودو خدماتو سره مخ دي.
افغانستان دا مهال د راستنېدونکو له امله د بې ځایه کېدو یو له لویو کړکېچونو څخه مخ دی. د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له پنځو میلیون څخه ډېر کسان هېواد ته ورستانه شوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې شمېر ۲.۶ میلیونو ته رسېږي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ننګرهار ولایت کې د دوی لږ تر لږه یو ترانزیټ مرکز د وروستیو نښتو پر مهال زیانمن شوی دی. د امنیتي اندېښنو له امله د تورخم او بهرامچې په سرحدي دروازو کې چارې هم ځنډول شوې چې له امله یې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی.
د IOM په وینا، راستنېدونکي اکثره د سرپناه، بنسټیزو خدماتو او خوندیتوب ته اړتیا لري، او د جګړو پر مهال دا اړتیاوې لا زیاتېږي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د ملکي وګړو، د بشري مرستو د کارکوونکو او تاسیساتو ساتنه باید په هر حال کې تضمین شي او بشري مرستو ته خوندي او دوامداره لاسرسی باید برابر وي.
د IOM په وینا د دوی لومړیتوب د کرښې دواړو غاړو ته د اغېزمنو خلکو خوندیتوب، درناوی او ساتنه ده او دوی به امنیتي شرایطو ته په پام کې نیولو سره له شریکانو او اړوندو ادارو سره د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د ملاتړ هڅې جاري وساتي.
فورم \ دبحث خونه