افغانستان کې تازه ۲۵۴ تنه نور په کرونا ويروس اخته شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبتې شوي او په کرونا د اخته کسانو ۵ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه ډسمبر ۱۸ (لېندۍ ۲۸) په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۷۳ مشکوکو سمپلونو معاینه شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۴۵۶ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۳۷ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۸ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۸۷۲۴ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او له هغه وروسته نړۍ ته خپور شو.

امریکايي جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.