د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې جمهور رئیس په کروناویروس اخته شوی 


د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون
د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون

د فرانسې جمهوري ریاست ویلي چې د جمهور رئیس امانویل مکرون د کروناویروس ازموینه مثبته وه او ټاکل شوې چې هغه د اوو ورځو لپاره قرنطین شي.

د فرانسې د جمهوري ریاست په بیان کې چې د دسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۷) خپور شوی راغلي دي چې ښاغلی مکرون د کروناویروس د لومړنیو علایمو د رامنځ ته کیدو وروسته معاینه شو. ددې بیان په اساس ښاغلی مکرون به د قرنطین پر وخت خپل کارونه له کور نه ترسره کوي.

د فرانسې جمهور رئیس د نړۍ د مشرانو په لنډ لست کې شامل شو چې تر اوسه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو، د برازیل جمهور رئیس ییر بولسونارو او څو نور جمهور رئیسان له هغه څخه مخکې په کروناویروس اخته شوي وو چې اوس بیرته روغ شوي دي.

د رپوټونو له مخې تر اوسه په فرانسه کې څه دپاسه ۵۹ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي او پدې هیواد کې د اخته کسانو شمیر نژدې دوه میلیونه او ۴۶۵ زره کسانو ته رسیدلی دی.

د کروناویروس د منشا په اړه پلټنه

د یو بل رپوټ له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې یو تحقیقاتي ټیم چین ته استوي تر څو د کروناویروس منشا وڅیړي چې څنګه په نړیواله وبا واوښت.

دغه لس کسیز ټیم طبي اطلاعات څیړي او د کوویډ۱۹ ویروس د انتقال د بڼې د معلومولو لپاره د حیواناتو څخه انسان ته او او د هغې د رامنځ ته کیدو د ځای په اړه ازمایشي نمونې ارزوي.

اکثر څیړونکي پدې باور دي چې کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې وپیژندل شو چې د ښاپیرک نه یې منشا اخیستې ده.

کروناویروس په ووهان ښار کې د رامنځ ته کیدو وروسته ژر په وبا بدل شو او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې دسمبر ۱۷ تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۷۴ میلیون او ۳۴۶ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي او ددې جملې نه څه دپاسه یو میلیون او ۶۵۱ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG