چين غوصه دی چې ولې ټرمپ کرونا "چینايي ویروس" بولي

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې کرونا چینايی ویروس یاد کړی دی

د چین حکومت د امریکا په ولسمشر دونالډ ټرمپ کلک انتقاد کړی دی چې ولې یې کرونا ته د "چینایي ویروس" اصطلاح کارولې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شانګ د سه شبنې په ورځ (مارچ۱۷) وویل چې د ښاغلي ټرمپ په دا ډول اصطلاح کارولو "چین بدنامه" کوي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د هوايي شرکتونو سره د مرستې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي وو: "متحده ایالتونه د هوايي شرکتونه او هغو نورو شرکتونو سره قوي مرستې کوي چې د چینايي ویروس له کبله زیانمن شوي‌دي."

ښاغلي ټرمپ تېره اونۍ د یو بل کس ټویټ هم په خپل ټویټر کې خپور کړی و چې کرونا ته ته "چینايي ویروس" اصطلاح کارول شوې وه. د کروناویروس تر دې دمه په امریکا کې ۸۰ تنه مړي کړي او شاوخوا ۴۲۰۰ نور پرې اخته دي.‌ امریکا کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د امریکا د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې د امریکا د ناروغیو د وقایې او کنترول د مرکز له مشر څخه وپوښتل شول چې ایا د ولسمشر سره دا ډول ژبه کارول مناسب دي؟ هغه وویل "نه".

د روغتیا نړیوال سازمان کروناویروس د (کویډ۱۹) په نامه یادوي. د کروناویروس څو میاشتې مخکې په چین کې خپور شوی او هلته یې زرګونه کسان مړه کړل. دغه سازمان وايي د کروناویرس باید "غیردقیقو او بدناموونکو نومونو"یاد نشي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس تر دې دمه دا ویروس د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۷۴۰۰ کسان یې مړه کړي او شاوخوا ۱۸۷زره نور انسانان پرې اخته دي.