د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ افغان حکومت د خپلو زیرمو غنم ویشي چې خوراکي مواد کم نشي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په داسې حال کې چې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د کابل ترڅنګ یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي ولسمشر غني خلکو ته د مارکېټونو د ثبات په اړه ډاډ ورکړ.

ښاغلي غني نن سې شنبې مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په دې اړه خلکو ته د یوه لنډ ویډیويي پیغام له لارې وویل چې افغانستان د هیڅ ډول لومړنیو موادو له کمښت سره نه دی مخ.

هغه وویل یو شمېر کسان د خپلو نامشروع ګټو په خاطر په دې اړه اوازې خپروي چې افغانان باید ورباندې باور ونه کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "زموږ هیواد د هیڅ ډول لومړنیو موادو د کمښت سره نه دی مخ، لطفاً اوازو باندې باور مه کوئ، دغه اوازې د یو شمېر جلبانو او محتکرینو لخوا د غیر مشروع ګټو په خاطر خپرېږي."

نوموړي زیاته کړه چې د مارکېټونو د ثبات په خاطر یې نن سه شنبه د دولتي زېرمو څخه د ۲۴ زره ټنو غنمو د وېشلو امر کړی دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې زر واګونه غوړي چې دا مهال په شمالي بندرونو کې بند پاتې هم ډېر ژر بازار ته رارسېږي.

ښاغلي غني وویل چې دا مهال د افغانستان په حیرتان، تورغونډي او شېرخان بندر کې په خوراکي موادو بار زرګونه واګونونه هیواد ته د واردېدو په حال کې دي چې تر څنګ به یې راتلونکو څه کم ۱۵ ورځو ۷۵زره ټنه غنم د هند هیواد لخوا افغانستان ته راورسیږي او افغان سوداګرو هم له هند څخه ۵۰زره ټنه غنم پلورلي دي.

هغه همدارنګه وویل چې افغان حکومت له چین او هند سره د لازمو طبي درملو په اړ هم کار کوي تر څو افغانستان د درملو د کمښت په برخه کې له ستونزو سره مخ نشي.

نوموړي زیاته کړه چې د ترانزیټي اسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره به ټول عمده سرحدي ګمرکونه هم ۲۴ ساعته پرانیستي وي.

نوموړي زیاته کړه: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ټوله دولتي دستګاه د اقتصادي ثبات رامنځته کېدو، د بیو ساتلو او د کافي موادو عرضه کولو په برخه کې لاس په کار ده، ډاډه اوسئ، مه وارخطا کیږی او د جلبانو فریب ونه خورئ."

بلخوا نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې هم خبر ورکړ چې د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه افغانستان د خوارکي موادو د انتقال بهیر په نور مال ډول روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د پاکستان په ګډون ځینو هیوادونو له افغانستان سره خپل لارې وتړلې چې له امله یې د خوراکي موادو د کمښت او بیو لوړېدو په اړه اندېښنې پیدا شوې.

XS
SM
MD
LG