چک جمهوریت ۲۴ اف-۳۵ امریکایي جنګي جټ الوتکې پېري

اف-۳۵

د چک جمهوریت صدراعظم پیټر فیالا د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې ۵) خبریالانو ته وویل چې هیواد به یې له متحده ایالاتو څخه ۲۴ اف-۳۵ جنګي جټ الوتکې اخلي.

ښاغلي فیالا وویل، "لومړی اف-۳۵ الوتکې به په ۲۰۲۹ کې زموږ لپاره چمتو شي، او زموږ پیلوټان به په متحده ایالاتو کې روزنه پیل کړي."

خو بیا هم د چک جمهوریت صدراعظم ویلي، چې په ۲۰۳۱ کال کې به لومړۍ اف-۳۵ جنګي الوتکه چک جمهوریت ته انتقال شي او تر ۲۰۳۵ کال پورې به د دغه هېواد پوځ ته ټولې ۲۴ الوتکې ورکړل شي.

د چک د دفاع وزیرې یانا کرنوکووا وویل، د دغو ۲۴ پرمختللو جنګي الوتکو ټولیز ارزښت ۱۵۰ میلیارده کورون (۶.۵ میلیارد ډالر) دی.

کرنکووا وویل، "موږ به تر ۲۰۳۴ پورې د الوتکو، مهماتو، روزنې او نورو توکو لپاره شاوخوا ۱۰۶ میلیارد کورون ورکړو."

د چک جمهوریت د دفاع وزیرې خبریالانو ته وویل چې د پیسو له دریو څخه بله یوه برخه به د تیلو او اړینو زیربناوو په برخه کې ولګول شي.

د چک جمهوریت پوځ اوس مهال په سویډن کې جوړې شوي ۱۴ ګریپن جنګی الوتکې لري، چې اجاره یې په ۲۰۱۷ کې پای ته رسیږي.

د ناټو د غړو هېوادونو د نوې ژمنې پر بنسټ، د چک جمهوریت حکومت به د راتلونکي کال له پیله د خپل ناخالص ملي عاید دوه سلنه په دفاعي برخه کې ولګوي.

د چک صدراعظم فیالا وویل: "زموږ د دفاع لپاره دا مهمه ده چې په ناټو کې له خپلو متحدینو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو. په دې اقدام سره به موږ هغوی ته دا پیغام ورکړو چې موږ د خپل هیواد دفاع جدي نیسو او هغوی په موږ حساب کولای شي."

اف-۳۵ په نړۍ کې یو له خورا پرمختللو جنګي الوتکو څخه دي چې د سوپرسونیک سرعت او د رادار سیسټمونو څخه د تیښتې وړتیا لري.