دایکندي کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو وژل کېدو ادعاوې

په دایکندي ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) دغه پېښه تائید کړئ، خو د کوم چا نوم یې نه دی یاد کړی.

یونیسف د جمعې په ورځ ناوخته نومبر ۲۵ (لېندۍ څلورمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه پېښه کې څلور ماشومان هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق دغه پېښه غندلې او هغه یې «وحشتناکه» بللې ده. د ملګرو ملتونو دغه ادارې زیاته کړې: "موږ له ټولو طرفونو څخه غواړو چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو په هر وخت کې عمل وکړي."

یونیسف همدارنګه زیاته کړې چې افغان ماشومان باید اجازه ولري چې په سوله او داسې چاپيریال کې ژوند وکړي چې په هغه کې وده وکړي او له خپلو وړتیا و څخه کار واخلي.

که څه هم تر دا مهاله په دایکندي ولایت کې د یادو ماشومانو د وژل کېدو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان (وحدت اسلامي حزب) مشر محمد محقق ادعا کړې چې د دایکندي ولایت د مرکز نیلي په «سیوک» کلي د طالبانو په برید کې د دوو کورنیو نهه کسان چې په خبره یې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي دي.

محمد محقق چې دا مهاله په ترکیه کې دی تیره ورځ جمعه دغه پېښه غندلې او هغه یې د بشري حقونو نقض بللی دی او د بشري حقونو له ټولنو څخه یې د یادې قضیې په اړه د څېړنو او اقدماتو غوښتنه کړې ده.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال محمد سرور دانش هم چې دا مهال په بهر کې دی دغه پېښه غندلې او د ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې د یادې پېښې په څېړلو سره د طالبانو لخوا د ملکي وګړو وژل بند کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

تر دا مهاله د دغه پيښې انګیزه معلومه نه ده او په دایکندي کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند بلال کریمي نظر واخلي، خو په دې اړه زموږ پیغام ته ځواب رانکړ.