د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې چاودنې یو طالب وژلی او ځينې یې ټپیان کړي- طالبان


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو طالب سرتیری وژل شوی او د درې ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان عبدالله حقاني نن یکشنبه اګست ۲۸ (وږې شپږمه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د مرکز اسعد اباد اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې چې دغه چاودنه هغه مهال شوې ده چې د طالب سرتیرو د موټرو کاروان د غازي اباد ولسوالۍ په لور د حرکت په حال کې و.

هغه ویلي چې تر دغه چاودنې وروسته ګڼ شمېر طالب سرتیري د پيښې ځای ته رسېدلي او د چاودنې په تړاو یې څو مشکوک کسان هم نیولي. د غه طالب چارواکي وویل چې له نیول شویو کسانو څخه څيړنې روانې دي.

په کونړ کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د پېښې ټول ټپیان د مرکز اسعد اباد روغتون ته انتقال شوي دي او تر درملنې لاندې دي. د نوموړي په خبره په ټپیانو کې درې ملکي وګړي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي. تر دا مهاله په کونړ کې د طالبانو په موټرو د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د روانې اګست میاشتې پر ۲۴مه په بلخ ولایت کې هم د چاودنې له امله شپږ کسان ټپیان شوي و. په بلخ کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي و یو تن چې غوښتل یې چاودېدونکي توکي د مزارشریف ښار ته داخل په بلخ دروازه سیمه کې چاودنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG