د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان وايي طالبان باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي


د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د تیرو څو ورځو پرله پسې چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول افغان اهل تشیع د امنیت ټینګولو هڅې وکړي.

د جنوبي اسیا په برخه کې د بخښنې نړیوال سازمان څېړونکي زمان سلطاني پرون دوشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) ویلي: "په افغانستان کې د شیعه اقلیت هزاره وګړو باندې سیستماتیک بریدونه، ممکن د بشریت په وړاندې جنایت وي او دغه بریدونه باید په ښکاره ډول وغندل شي."

د کابل ښار لوېدیځه څنډه شپږمه امنیتي حوزه کې د تیرو څو ورځو پرله پسې چاودنو له امله یو شمېر افغان اهل تشیع وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د دوشنې په ماښام د کابل ښار په چنداول سیمه کې هم چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) ویلي چې په کابل کې د تیري شنبې او جمعې ورځو چاودنو له امله څه باندې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغو چاودنو د مسؤلیت ادعا داعش ډلې کړې ده.

پر همدې مهال د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر شیعه مسلمانانو او خاص ډول هزاره وګړو باندې مرګوني بریدونه شوي چې د دغه سازمان په وینا تر دا مهال یې په وړاندې هیڅ اقدام نه دی شوی.

دغه سازمان همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې په دې برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم ژر تر ژره بې طرفه، بشپړه او هر اړخیزه څېړنې تر سره کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د یادو بریدونو تر سره کوونکي باید د نړیوالو قوانینو له مخې مجازات شي.

ښاغلي سلطاني زیاته کړې: "طالبان د دې مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي او د ټولو ملکي وګړو د ساتنې لپاره ژر تر ژره اقدامات زیات کړي."

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت چې خپلې چارې له قطر څخه مخکې وړي هم پر افغان اهل تشیع وګړو وروستۍ چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده.

یاد سفارت تیره ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پر لمونځ کوونکو بریدونه د غندلو وړي دي او د افغانستان خلک باید په سوله کې ژوند وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما او د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان هم په کابل کې پر افغان اهل تشیع وګړو وروستۍ چاودنې غندلي وې او د طالبانو له حکومت څخه یې د افغانانو د امنیت نیولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه د کابل په ګډون د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د عاشورا مراسم تر سره شول چې ورسره هم مهاله د کابل ښار په زیاتو سیمو کې مخابراتي شبکې بندې وې.

XS
SM
MD
LG