د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي هیوادونو سازمان او یوناما له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو امنیت ټینګ کړي


د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په کابل کې د وروستیو چاودنو له قربانیانو سره غم شریکي ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي.

د محرم په رارسېدو سره، کابل په تیرو دوو ورځو کې د دوو چاودنو شاهد و چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

د طالب چارواکو په وینا، پرون د شنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل سوخته سیمې یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. خو ځينو روغتیايي سرچینو بیا ویلي چې په دغه چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې، د جمعې په ورځ هم د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «سرکارېز» سیمه کې د چاودنې له امله د ۸ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شو.

د داعش ـ خراسان څانګې د دغه دواړو چاودنو د مسؤلیت ادعا کړې ده.

پر همدې مهال د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د یکشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۶) په یوې اعلامیې کې په کابل کې د وروستیو چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه چاودنو د افغانستان د پلازمینې امنیت خراب کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي. ویل کیږي چې په دغه چاودنو کې افغان اهل تشیع وګړي په نښه شوي دي.

پر همدې مهال په کابل کې د ایران سفارت هم د کابل ښار لوېدیځه څنډه دشت برچې کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

ایران ویلي چې په دغه چاودنه کې یو شمېر «حسیني عزاداران» مړه او ټپیان شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دغه چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

یوناما زیاته کړې ده: "حاکم چارواکي باید د ورته بریدونو مخنیوی وکړي او په اړه یې شفاف او بشپړه تحقیقات وکړي."

په کابل کې د وړمې ورځې مرګونې چاودنې چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی پراخ غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړي راپور ورکونکي او اروپايي ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د محرم ورځې ماتم کولو د امنیت په برخه کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلوونکې دوشنبه د عاشورا مراسم تر سره شي د طالبانو حکومت امنیتي بنسټونو د تیرو څو ورځو راپدېخوا په کابل ښار کې د عاشورا مراسمو په هدف امنیتي تدابیر او تلاشۍ زیاتې کړي دي.

طالبانو تېره اونۍ وویل چې د کابل ښار کارته سخي سیمه کې د داعش ډلې یو شمېر غړي چې د عاشورا په ورځ یې د برید پلان درلود له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG