د ډیلتا سمندري طوفان د لویزیانا ایالت ته ورسید 

چارواکي وايي‌ ډېر خلک له خپلو کورونو وتلي او خوندي سیمو ته تللي دي

امریکایي چارواکي‌ وايي‌چې د ډیلتا په نوم یوزورور سمندري طوفان د لویزیانا ایالت ته رسېدلی دی.

له طوفان سره باران هم مل دی. چارواکي وايي په ۱۲ ساعتونو کې ۴۵ سانتي مېتر باران شوی دی.

د ډیلتا تر طوفان مخکې د هېرېکن لاورا په نوم یو بل طوفان هم دا سیمه ځپلې وه.

د امریکا د هوا پېژندنې اداره وايي چې د ډیلتا طوفان د جمعې په ماښام دغه ایالت ته رسېدلی دی او تر ډېره هماغه سیمو کې دی چې د هېرېکن لاورا طوفان ځپلې وې.

د ډیلتا طوفان په یو ساعت کې ۹۵ کیلو مېتر واټن وهي. په سیمه کې د برېښنا مزي پرې شوې او اوبو په لارو، کوڅو اوسړکونو کې را وتلي دي او ډېرو خلکو خپل کورونه او سیمې پرېښي او خوندي ځایونو ته کوچېدلي دي.

د هوا پېژندنې اداره وايي‌ چې دا طوفان او باران به د لویزیانا ایالت له مرکزي او شمال-ختیځو سیمو تېریږي او د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به د امریکا بل ایالت میسیسیپي او د تینیسي وادي ته ورسیږي.