د لاس رسي وړ اتصالات

باد په کالفورنیا کې بل اور نور هم زیات کړ 


چارواکي وايي سږکال په ځنګلونو کې لګېدلی اور خطرناک دی
چارواکي وايي سږکال په ځنګلونو کې لګېدلی اور خطرناک دی

د کالفورنیا په ایالت کې چارواکي وايي چې باد او طوفان په دغه ایالت کې لګېدلی اور نور هم زیات او پراخ کړی دی.

له څو اونیو راهېسې د کالفورنیا په ځنګلونو کې اور بل دی او شاوخوا ۲۵۰ ودانۍ یې سوځولي او ویجاړې کړي دي.

له طوفان وروسته چارواکو د «کالیستوګا» ګرمې سیمې ته د اطفايې او ژغورنې نور ماموران او کارکوونکي استولي. دغلته شاوخوا ۵۰۰۰ کسان اوسیږي. دا باد او طوفان تازه الوتي دي.

د امریکا د هوا معلومولو ملي اداره وړاندوینه کوي چې شاید باد او طوفان د اور مخه د «ناپا» په نامه یوې لوړې غونډې ته واړوي. د باد سرعت په ساعت کې ۴۸ کیلومېتر دی. ټوله سیمه په لوګیو پوښلې او هوا هم ګرمه ده.

د اطفايي مامورانو او حکومتي چارواکو ویلي دي چې شاید نور کسان هم خوندي سیمو ته انتقال کړل شي. دوی له خلکو غوښتي دي چې متوجه او د مامورانو او چارواکو سره همکار واوسي.

د کالفورنیا د ځنګلونو د ژغورنې او اطفايي یو چارواکي بیلي سي وویل: « سږکال د اور ډېر اوږد موسم دی او لا هم موږ په کالفورنیا کې د اور د موسم په زړه کې یو. هیله لرو چې د اونۍ په اخره کې طبیعت لږ ښه شي او زموږ همکاران کارونه چټک کړي.»

د اطفايي څه باندې ۲۰۰۰ کارکوونکي د کالفورنیا په «ناپا» او «سونوما» کې په ۲۳۰ مربع کیلو مېتره سیمو کې د لګېدلي‌ اور په مړه کولو اخته دي، خو لا هم اور بل دی. اور دغلته د ۱۴۳ کورونو په ګډون ۲۵۰ ودانۍ سوځولي دي.

دا په تېرو دریو کلونو کې څلورم ځل دی چې د کالفورنیا په ځنګلونو کې داسې اور بل کیږي. د ۲۰۱۷ د اکتوبر په اتمه نېټه هم دغلته اور لګېدلی و او شاوخوا ۲۲ کسان په کې مړه شول.

دا اور له څو ورځو راهېسې بل دی. اور په ګرم موسم کې په ځنګلونو کې په پرې شویو ونو او زړو او وچو بوټو باندې بل دی. لسګونه زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي اور سږکال تر دې دمه په کالفورنیا کې ۱۵۵۰۰ مربع کیلو مېتره سیمه سوځولې ده او په ټول ایالت کې څه باندې ۹۶۰۰۰ کسانو ته ویل شوي‌ چې خوندي سیمو ته به انتقالیږي. په اور کې یو شمېر کسان مړه شوي‌او ژوبل شوي هم دي.

ولسمشر ټرمپ د کالفورنیا په چارواکو انتقاد کړی و چې په ځنګلونو کې پرې شوې، وچې او زړې ونې او زاړه بوټي نه پاکوي چې له کبله یې اور بل کیږي.

XS
SM
MD
LG