په افغانستان کې د طالبانو د واک د بیا ټینګښت د پنځمې کلیزې سره په یو وخت، د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هیوادونو استازو، د اروپايي ټولنې په ملاتړ، له دې ډلې غوښتي چې خپل تبعیضي پالیسۍ او فرمانونه لغوه کړي او د نجونو د زده کړې زمینه بیرته برابره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک د دایمي استازې کریستینا مارکس لاسن له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چېرې چې نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو حق نه ورکول کیږي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته بیا واک ترلاسه کړ، خو دې ډلې په تدریجي ډول د افغانستان نږدې نیمایي نفوس چې ښځې او نجونې دي د څه باندې ۱۰۰ فرمانونو په صادرولوو سره د زده کړو او کار په شان له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړې.
د دغو هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: "موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو چې ټول تبعیضي فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي" او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو "بشپړ، برابر، مانا لرونکی او خوندي" ګډون ممکن کړي.
د ملګرو ملتونو لپاره د ډنمارک دایمي استازې د جمعې په ورځ (اګست ۱۴مه) وویل چې د طالبانو حکومت لخوا د افغانو ښځو لپاره د زده کړې د حق انکار د افغانستان د اقتصادي پراختیا او د اړینو عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره "پراخ عواقب" لري.
لاسن، چې هیواد یې اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري، وویل چې د طالبانو له خوا پر " ښځو او نجونو سیستماتیک ظلم" د افغانستان د اوسني نظام یو له ځانګړو نښو څخه ګرځیدلې ده.
لاسن وویل: "افغانستان د بشري حقونو ، بشردوستانه، اقتصادي او امنیتي ننګونو له ژورو ننګونو سره مخ دی، دا ننګونې پر افغان ولس لوی فشار راوړي او د ګاونډیو هېوادونو او سیمې ثبات او امنیت ته ګواښ پېښوي."
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازي زیاته کړه: "طالبان د تبعیضي فرمانونو د پراخېدونکي شبکې له لارې ښځې او نجونې له خپلو حقونو، وقار او خپلواکۍ څخه بې برخې کوي چې دا کار تبعیض نور هم ژوروي او د ښځو قانوني خوندیتوبونه کمزوري کوي."
په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د "ټولشموله حکومت د نشتوالي" په اړه اندېښنه څرګنده شوې، او ویل شوي چې د دې وضعیت دوام "په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات امکاناتو ته زیان رسوي."
اعلامیه په افغانستان کې د بشري بحرانونو د دوام، د بشري حقونو د سرغړونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم جدي دي او ترهګرې ډلې د افغان ولس او سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.
ملګرو ملتونو ته د ډنمارک استازي وویل: "موږ بیا ټینګار کوو چې ترهګري په ټولو بڼو او څېرو کې په افغانستان او په نړیواله کچه د سولې او امنیت لپاره یو تر ټولو جدي ګواښونو څخه ګڼل کیږي."
په دې ګډه اعلامیه کې، دغو هېوادونو دا غوښتنه هم کړې چې د افغانستان له خاورې دې د کوم هېواد پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو یا تمویل، او یا د ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره کار وانخیستلای شي.
د راپور د خپرېدو تر وخته پورې طالبانو په دې اعلامیه تبصره نه ده کړې، خو په تېر کې یې په پرله پسې توګه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو نیوکې کم ارزښته ښودلې او ټینګار یې کړی چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د "اسلامي شریعت او د ټولنې د حاکم کلتور" له مخې خوندي دي.