د طالبانو لخوا د سید باقر محسني نیول کېدو ته غبرګونونه

د پوهنتون د استاد او د طالبانو د منتقد سید باقر محسني

د پوهنتون د استاد او د طالبانو د منتقد سید باقر محسني نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو د هغه د خوشي کولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د ښاغلي محسني نژدې دوست سید مسعود کاظمي ادعا کړې ده چې د پوهنتون دغه استاد له خپلو دوو همکارانو سره د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو اړوند کسانو لخوا په کابل کې نیول شوی دی او ناڅرګند ځای ته انتقال شوی دی.

ښاغلي کاظمي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې تر دا مهاله د محسني کورنۍ او د هغه دوستان د نوموړي په اړه هیڅ معلومات نلري.

نوموړي د طالبانو پر دې اقدام باندې د انتقاد ترڅنګ زیاته کړې: "موږ تر دې مخکې هغه ته مشوره ورکړې وه او ورته ویلي مو و چې دغه حرکت [طالبان] د بیان ازادۍ، عدالت او برابرۍ په اړه هیڅ مثبت چلند نلري او په یو طرفه عمل سره مخته روان دي، د طالبانو نننی عمل هم د هغوی د نیت او چلند ښکارندویه دی."

محمد باقر محسني تل په تلویزیوني بحثونو کې د طالبانو حکومت د چلند په اړه تند انتقادونه کړي و او تر دې مخکې هم پر رسنیو د طالبانو د فشار او سانسور په اړه څرګندونې کړي وې.

ښاغلي محسني په دې وروستیو کې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و: "د نور تلویزیون په وروستۍ خط خپرونه کې مې د قطر د سیاسي دفتر له ویاند نعیم وردګ سره ګډون کړی و. خو دغه پروګرام د حاکمې ډلې د فشار له امله خپور نشو، د هغه د خپرولو د عواقبو له امله یې خبرداری ورکړی و... زه فکر کوم چې فشار او سانسور که زیات شي، د انتقاد هیڅ ډول غږ نوي، یو اړخیزه غږ ټولنه کوم ځای ته نه رسوي."

د طالبانو د حکومت ویاندیانو تر دا مهاله ددغه سیاسي تحلیلګر او پوهنتون د استاد نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

غبرګونونه

د ښاغلي محسني د نیول کېدو په غبرګون کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کارونکو غبرګونونه ښودلي او «سید باقر محسني ازاد کړی» کمپاین یې پیل کړی دی.

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړي فوزیه کوفي پر خپل ټویټر پاڼه د ښاغلي محسني نیول کېدوته غبرګون ښودلی او ویلي دي: "تدریجي مرګ یعني دا چې د ازادۍ، د نظر او عقیدې څرګندولو حق ونلري،خلک باید شاهد وه اوسي چې دغه ډول چلند په تیر کې هم دوام نه دی کړی."

افغان شاعر او لیکوال مجیب مهرداد هم د ښاغلي باقر د نیول کېدو په اړه پر طالبانو انتقاد کړی دی: "سید باقر محسني په کابل کې د طالبانو په وړاندې د خلکو د غوښتونو په اړه روښانه او بې مثاله خبرې کولې، اوس د خلکو نوبت دی چې د هغه را خلاصولو لپاره هڅې وکړی."

ښاغلي مهرداد د افغانستان له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتي چې د ښاغلي محسني د خوشي کولو لپاره په ګده اقدام او غږ پورته کړي.

د ښځو د حقوقو فعالې هدا خموش هم ویلي چې ښاغلی محسني د حقیقت ویلو او ښکاره خبرو کولو له امله د طالبانو لخوا تښتول شوی دی.

اغلې خموش لیکلي:"هغه واقعیت ویونکی او منطقي تحلیلګر دی،چې په دغه شرایطو کې له کومې ویرې پرته خبرې کولې،موږ د استاد په اړه اندېښمن یو،طالبان باید له خپلو منتقدینو سره جوړ راسي، حقیقت داسې څه نه دی چې پټ شي،په شکنجې او اختطاف سره څوک له پښو نه غورځول کیږي."

تر دې مخکې د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال هم د ځينو څرګندونو له امله د طالبانو لخوا نیول شوو، چې تر څو وررځو وروسته یې بیرته خوشي کړ.