د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: طالبان چې څه کوي د چا د فشارونو له امله یې نکوي،‌ خپلې پالیسۍ تعقیبوي 


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره به «خپله سیاسي مبارزه روانه» ساتي.

ښاغلي متقي د فرانسې له خبري اژانس سره په تازه مرکې کې ویلي‌ چې له نړۍ سره یې راشه درشه او تعامل عادي دي‌ او دا د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو په برخه کې یو لوی پرمختګ دی. هغه دا کار تقریبآ «رسمیت پېژندل» وبلل.

ښاغلي متقي وویل: "د رسیمت په برخه کې چې څومره پرمختګ شوی دی، رسمیت خو هم همدغه اثرات وي‌ چې راشه درشه زیاته شي، ‌تجارت شي‌او هېوادونه له یو بل سره تعامل ولري. په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی. زموږ مفاهمه او خبرې چې له هر چا سره مو کړې دي، په هغوی کې ښې لاس ته راوړنې لرو او دا يو پرمختګ دی او مزل مو کړی دی تر یو حده پورې او هدف ته نژدې شوي ‌یو."

څه باندې پنځه میاشتې مخکې طالبانو خپل حکومت اعلان کړی خو د پاکستان او ایران په ګډون هېڅ هېواد هم لا په رسمیت پېژندلي نه دي.

نړیواله ټولنه د ځینو نور شرایطو تر څنګ له طالبانو دا غواړي چې د رسمیت پېژندلو لپاره دې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د بشر او په خاص ډول د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو حقونو درناوی وکړي.

په تازه اقدام کې طالبانو پوهنتونونه بېرته خلاص کړل چې نجونې هم درسونو ته ستني شوې ،‌ خو د نجونو متوسطه او لیسې لا هم تړلي دي.

ښاغلي متقي وویل وویل چې دوی د چا فشارونو او شرطونو ته غاړه نه ږدي او ټول کارونه د خپلې پالیسۍ په اساس مخې ته وړي.

هغه زیاته کړه: «البته موږ چې څه په خپل وطن کې کوو دا د چا د شرطونواو د چا د فشار له امکله نه کوو، دا د موږ د خپل پلان او خپلې پالیسې له مخې که دا په تعلیمي برخه کې وي، که دا په ‌اقتصادي برخه کې وي که په بله برخه کې وي،‌ هماغه د خپلې پالیسۍ له مخې به په مخکې ځو.»

ښاغلي متقي همدغه راز وویل چې د طالبانو د حکومت مخالفو نظرونو ته هم درناوی لري‌ او په دې برخه کې یې چا ته زیان رسېدلی نه دی.

هغه د بېلګې په ډول د مخکني حکومت ځینو لوړ پوړیو مقاماتو ته اشاره وکړه او وویل چې هغوی په کابل کې مصئون دي‌ او طالبان یې ساتنه کوي.

مګر څه موده مخکې د طالبانو حکومت د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال د طالبانو په نظام باندې له انتقاد کولو وروسته څو ورځې بندي کړ. همدغه راز راپورونه وايي چې طالبانو دوې فعالانې هم نیولې او تر دې دمه ترې تمې دي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول. له هغه وروسته یې خپل حکومت اعلان کړ چې په کې ټول د دغه غورځنګ غړي دي‌ او یوه ښځه یې هم په کابینه کې نشته. امریکا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالره شتمنۍ ګنګل کړې دي، ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې د دغو شتمنیو په پرېښودو ټېنګار وکړ.

XS
SM
MD
LG