د متحدو ایالتونو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ولسمشرۍ د دوهمې دورې یو کال نن (سه شنبه د جنورۍ ۲۰) پوره شو. د ډونالډ ټرمپ د حکومت د واک لومړی کال د شخړو په حل کولو، د پراخو تعرفو په لګولو او د نشه يي توکو د ترهګرو په وړاندې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو پای ته ورسېد.
ټرمپ ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې اته جګړې حل کړې دي، چې تر ټولو مشهوره هڅه یې د غزې د سولې پلان و، چې په پایله کې یې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسرائیل او د حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د دوه کلنې جګړې د پای ته رسېدو په موخه، د اوربند یو تړون خوندي شو.
نورې هغه شخړې چې ډونالډ ټرمپ د هوارولو په برخه کې یې مخکښ رول لوبولی، د آذربایجان او ارمنستان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او روانډا، د ایران او اسرائیل، او د تایلینډ او کمبوډیا ترمنځ شخړې وې.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د ټرمپ د حکومت د لومړي کلیزې په مناسبت، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ټرمپ په یوه کال کې "د ځواک له لارې د سولې په زړور تعقیب سره د امریکا عظمت بېرته ترلاسه کړی دی."
ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې تړون د ترلاسه کولو لپاره د یوې نوې هڅې مشري هم کړې، چې د روسیې یرغلګر جنګ پای ته ورسوي. د متحدو ایالتونو له لوري د سولې وړاندې شوې طرحه، د امریکايي چارواکو او په اوکراین کې د روانې جګړې د اړخونو د چارواکو ترمنځ په وروستیو جلا غونډو کې د تمرکز موضوع وه.
په وروستیو اونیو کې، ټرمپ د ایران له چارواکو غوښتي چې د هغو لاریون کوونکو د وژلو مخه ونیسي چې په هغه هېواد کې سړکونو ته راوتلي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د پوځي اقدام په ګډون، ټول انتخابونه موجود دي.
ټرمپ د خپل لومړي کال په اوږدو کې د اجرایوي فرمانونو او د پوځي اقداماتو له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې میاشتې په پیل کې د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د پوځي عملیاتو امر وکړ. مادورو په متحده ایالتونو کې د نشه يي توکو ترهګرۍ او د وسلو په تړاو تورونو سره مخ دی.
د ډونالډ ټرمپ د واک د لومړي کال د بهرنۍ پالیسۍ یوه لویه برخه په لسګونو هیوادونو باندې د پراخو "متقابلو تعرفو" لګول وو. دا تعرفې په داسې حال کې وضع شول چې د ټرمپ حکومت هڅه کوله چې نړیوال تجارت بدل کړي او د متحدو ایالتونو دندو او تولید ته وده ورکړي.
ټرمپ روانه اونۍ وویل چې په هغو اتو اروپايي هېوادونو به ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي چې د متحدو ایالتونو لخوا د ګرینلنډ د نیولو سره مخالفت کوي. ډونالډ ټرمپ ټینګار لري چې ګرینلنډ د خپل ستراتیژیک اهمیت له امله د امریکا د ملي امنیت لپاره مهم دی.
د بهرنۍ مرستې په اړه سپینې ماڼۍ د اګست په میاشت کې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو مرستو او د هغو نړیوالو سازمانونو تمویل کول لغوه اعلان کړل چې د سپینې ماڼۍ په وینا د ټرمپ د "لومړۍ امریکا" د لومړیتوبونو څخه سرغړونه کوي.
د ټرمپ د حکومت چارواکو وویل چې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) د امریکایي مالیه ورکوونکو پېسې د داسې نوښتونو لپاره کارولې وې چې "د امریکایي ارزښتونو سره په ټکر کې وو او د USAID د بې ځایه او د تر ټولو بد زیاتي مثال وو."