د مصر یو مهم سیاسي فعال له بنده خوشې شو

الا عبدالفتاح مصری سیاسي فعال

په مصر کې یو مهم سیاسي فعال له پنځه کاله بند وروسته خوشې او د خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

الا عبدالفتاح د ٢٠١١ کال د خلکو د پاڅون یو غړی و چې په سوله ایزو مظاهرو کې د گډون په دلیل په پنځه کاله بندي شوی و.

ددغه سیاسي فعال د بندې کیدو نه وروسته په مصر کې پراخ اعتراضونه وشول او مدني فعالینو دا کار د مصر په تاریخ کې پر مدني ازادیو د محدودیتونو د لگولو تر ټولو بده نمونه وگڼله.

د ښاغلي عبدالفتاح خویندو او د هغه مدافع وکیل په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د خوشې کیدو خبر خپور کړی دی.

مونا سیف، په فیسبوک او ټویټر پاڼه لیکلي دي "الا ازاد شو." د هغې بلې خور هم د خپل ورور یوه ویډیو په فیسبوک خپره کړې ده چې په کور کې د خپل سپي سره لوبې کوي.

که څه هم چې دغه سیاسي فعال له بنده خوشې شوی دی خو د محکمې د حکم له مخې مجبور دی چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د پولیسو په مرکز کې شپې تیرې کړي.

په ٢٠١٣ کې د مصر د پخواني جمهور رئیس محمد مرسي د دولت له نړیدو راهیسې په مصر کې زیات شمیر سیاسي فعالین بندیان شوي دي.

په مصر کې د ٢٠١۴ کال راهیسې چې عبدالفتاح السیسي واکمن شوی د بشري حقونو فعالین پر سیاسي او مدني فعالیتونو باندې پر بندیزونو انتقادونه کوي.

د بشري حقونو د سازمان د اټکل له مخې په مصر کې شاوخوا ٦٠ زره کسان د سیاسي فعالیتونو په دلیل زنداني شوي دي.

ښاغلی السیسي په مصر کې د سیاسي بندیانو شتون ردوي، خو د هغه پلویان ادعا کوي چې په مصر د محدیتونو لگول پدې هیواد کې د ٢٠١١ کال د اعتراضونو وروسته د ثبات د ټینگیدو لپاره ضروري دي.