د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر جمهور رئیس له ولس غوښتي چې خپل وزن کم کړي


د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي په یو تلویزیوني پیغام کې خپل ولس ته ویلي دي چې په لارو کوڅو کې د پنډو وطنوالو په لیدلو ناخوالی کیږي. هغه له مصریانو وغوښتل چې د خپلو بدنونو وزنونه کم کړي.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس په وینا عبدالفتاح السیسي پدغه تلویزیوني پیغام کې چې څو ورځې مخکې خپور شو همداشان ویلي چې باید د سالم او انډول غذایي رژیم په اړه بدني روزنه او تمرینونه د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل شي.

ښاغلي السیسي همداشان وویل چې "تلویزیوني پنډ نطاقان دې د کمرې مخ ته نه راځي او زیات وزن لرونکي تلویزیوني میلمانه دې هم خپرونو ته نه بلل کیږي".

ددغه پیغام له خپریدو څخه یوه ورځ وروسته د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي پر بایسکل سپور له خپل کور نه د مصر د پوځ ملي اکاډمۍ پورې ولاړ چې د قاهرې په څنډه کې پرته ده.

د اسوشیتدپرس په وینا ښاغلي السیسي دمخه هم په مختلفو مواردو کې د لارو کوڅو له جوړښت څخه نیولې تر فلم جوړولو پورې چې د مصر ولس ته اصلاحات ورزده کړي خبرې کړې دي.

خو د جمهور رئیس السیسي منتقدین وایي چې هغه دا ځل زیاتی کړی او نه یواځې یې څرگندونې کړي بلکه د هغو کسانو په اړه چې د بدن وزن یې زیات دی توپیري چلند هم کړی دی.

د ٢٠١٧ کال د شمیرو له مخې چې د واشنگټن د روغتیا پوهنتون خپرې کړي د مصر د ١٠٠ میلونه نفوس شاوخوا ٣٥ فیصده د چاغۍ له ستونزې سره لاس او گریوان دي، خو د مصري ماشومانو ترمنځ د چاغۍ ستونزه زیاته ده او ٣،٦ میلیونه ماشومان پدې هیواد کې په چاغۍ اخته دي.

XS
SM
MD
LG