افغانستان کې د کرونا په تازه پېښو کې ۸۴ نور کسان مړه شوي

Afghanistan Coronavirus Corona

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۴ کسان په دغه هېواد کې د کروناویروس له امله مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو ناروغانو شمېر پنځه زره او ۵۶۱ ته پورته شوی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) وویل دا کسان د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې مړه شوي چې ۲۲ په کابل ولایت کې و.

همداشان د افغانستان د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کروناویروس د ۱۲۲۴ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه هېواد کې په کروناویرو د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۱۳۱زره او ۵۸۶ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت ویلي چې د کروناویروس درېیمه څپه لا هم په افغانستان کې دوام لري او یوازې د روغتیايي سپارښتونو د رعایتولو له لارې د دغې ناروغۍ د پراختیا مخ نیول کېږي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې له ۱۸۵میلیونه او ۱۲۵زرو څخه زیات کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې څلور میلیونه مړه شوي دي.